کور / تازه خبرونه / د سواد نړيوال ورځ : يواځي ۳۴ ٪ سلنه افغانان لوستي دي

د سواد نړيوال ورځ : يواځي ۳۴ ٪ سلنه افغانان لوستي دي

ملګرو ملتو اندیښمن دي چي دافغانستان څلور دیرش سلمه وګړی لوستی دی د لیک لوست د نړیوالی ورځی په درشل کی چی دسپتمبر په اته نیټه په ټولنه نړی کی لمانځل کیږی د دوشنبی پر ورځ په کابل کی د ملګرو ملتونو د سازمان بیلا بیلو څانګو په افغانستان کی دلیک لوست څرنګ والی په اړه غونډه جوړه کړه .

پدی غونډه کی په افغانستان کی د یونسکو د دفتر مشر شیګوری ایوګی وویل افغانستان د نړی یو له هغو هیوادونو څخه دی چی د لوستو کسانو شمیره ورکی ډیره کمه ده .

ښاغلی ایوګی وایی په افغانستان کی لوستی وګړی ټول په ښارونوکی ژوند کوی .

دی زیاتوی پداسی حال کی چی ددی هیواد څلور اویا سلمه نفوس په لیری پرتو سیمو کی ژوند کوی چی لدی شمیری نوی سلمه ښځی او دری شپیته سلمه نارینه لیک لوست نشي کولائ .

ده په افغانستان کی دنالوستیا دی کچی په اړه کلکه اندیښنه څرګنده او ویی ویل چی پدی برخه کی باید ګړندی ګامونه پورته شی .

پدی غونډه کی په افغانستان کی دیونیسف ددفتر مشری میرمن کاترین بنګوی وویل په افغانستان کی لاهم داسی سیمی شته د نجونو زدهکړه ورته نارواښکاری میرمن بنګوی وایی په افغانستان کی د ښځی او نجونی تر ډیره له زدکړو بی برخی دی .

دی په افغانستان کی د زدکړی پر وړاندی لویی ستونزی نا امنی د لوست توکو، دلوست خونو نشتوالی او د خلکو کم لیوالتیا په ګوته کړه.