کور / تازه خبرونه / بلخ : د خلم ولسوالۍ د يوې ښوونځۍ ودانۍ پرانيستل شوه

بلخ : د خلم ولسوالۍ د يوې ښوونځۍ ودانۍ پرانيستل شوه

د بلخ ولايت: نن دروان كال دوږى دمياشتى په ۱۷ مه نيټه، دبلخ ولايت خلم ولسوالى د مهستى دانجونو دليسى نوى ودانۍ دنوموړى ولايت دپوهنى رياست دمسئولينو لخوا په داسي حال كى چى دسيمى قومى مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپټى په پريكولو سره پرانيستل شوه.

نوموړى تعمير په پاخه او اساسى په يو پوړ كى ۸۵ زره امريكايي دالرو په مجموعي لګښت د جاپان هيواد په مالي مرسته د ۶ مياشتو په موده كى جوړشوى، چى ۸ درسى ټولكى، ۴ ادارى خونى او نور ضرورى ملحقات لرى چى په يوه وخت كى به د۴۰۰ تنو زده كوونكو ګنجايش لرى.

ديادونى وړده چى په نوموړى ليسه كى ۲۵۰۰ تنه انجونى زده كوونكى د ۶۶ تنو استادانو لخوا تدريس كيږى، چى دنوموړى تعمير په جوړه ولو سره د زده كوونكو ستونزى د درسى ټولكيو دنشت والى له امله ليرى شى.