میدان : د پوهنې د کیفیت لوړولو دویم پړاو پای ته ورسېد

د لراوبر اداره | سپتمبر 9th, 2009


د میدان وردګ ولایت دپوهنې ریاست دکیفیت دلوړولو دویم پړاوء د دوه ورځني ټرایننګ ترنامه لاندې د ولایت په کچه د پوهنې (۳۰۰) تنو منسوبینو په ګډون پای ته ورسیدو.

غونډې ته دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي وویل پوهنه دټولنې دملاتیر حیثیت لري او دپوهنې دکمیت او کیفیت دلوړولو او په متوازن نصاب رواجول دافغانستان داسلامي جمهوري دولت دلومړیتوبونو څخه دي،ښاغلي والي زیاته کړه په افغاني ټولنه کې د شته ټولو بدبخیتو یوازینې لامل دپوهنې دکچې کموالی دی ،ښاغلي فدايي دپوهنې په منسوبینو غږ وکړو چې د استازۍ دنده سره ددې چې سترامتیاز او فضلیت لري خو ددې پخوا کې سترمسولیت هم لري چې هغه دفکرونواصلاح،دپوهې دکچې لوړول اودسلوک او چلند تغیر دی، که چیرته معلیمین دغه ټکو ته پام ونکړي نو په حقیقت کې یې خپل مسولیتونه شاته اچولي دي .

والي داستازانو څخه غوښته وکړه چې دخپلو درسونو په څنګ کې د ټولنې وکړي دهېواد دملي ګټو او سترو ارزښتونو ته متوجې کړي ترڅو د پردیو دپروپاګنډو ښکار نه شي او دخپل هېواد په بیارغاولو کې ونډه واخلي،وروسته دپوهنې ریس عبدلواحد حکمت دکیفیت د لوړلو پروګرامونو ته اشاره وکړه او دتیرکال دکیفیت دلوړلو لومړی پړاو کټور او ارزښتمن وبللو او ددې لارې یې د پوهنې دزیاتو ودانیو دجوړولو کارونو څخه ننګه وکړه.

همدارنګه ښاغلي حکمت وویل چې ددغه دکیفیت دلوړولو دویم پړوا پراساس به دولایت په کچه د بېلابېلوښوونځیو سره د لابراتوارونو او کیمیاوي موادو دبرابرولو لپاره د زده کوونکو دتناسب پراساس دڅه باندې دیرش لکه افغانۍ دپوهنې دمنسوبینو په واک کې ورکړي ترڅو زده کوونکي دنظري درس ترڅنګ په عملي ډګرکې هم رغنده ګامونه واخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024