دهیواد دخپلواکۍ په ویاړ د غور د محبس نه بندیان خوشی شول
دولسمشر حامد کرزی په فرمان نن ماسپښېن دهرات ولایت دمرکزی محبس نه ۱۵۰ تنه بندیان خوشی شول.
ددغه بندیانو په ډله کی څورلس ښځی او څلور کوچنینان هم شامل دی .
په هرات ولایت کی دولتې چارواکی وایی دغه بندیان دهیواد دخپلواکی دنویمی کلیزی په ویاړ خوشی شوی دی.
دولسمشر حامد کرزی په فرمان نن ماسپښېن دهرات ولایت دمرکزی محبس نه ۱۵۰ تنه بندیان خوشی شول.
ددغه بندیانو په ډله کی څورلس ښځی او څلور کوچنیان هم شامل دی .
په هرات ولایت کی دولتې چارواکی وایی دغه بندیان دهیواد دخپلواکی دنویمی کلیزی په ویاړ خوشی شوی دی.
دهیواد جزایې قوانینو پر بنسټ، هغه محبوسین چی خپل بند ثلث یې تیر کړی ویې دمختلفو مناسبتونه په بهانه دولسمشر په حکم سره خوشی کیدلای شی.
خود ددغه قانون پر بنسټ هغه مجرمان چی دقتل، اختطاف او رهزنې په تور نیول شوې وی نه خوشی کېږی.
دهرات ولایت دمحبس مشر عبدالمجید صادقی واېې: ( هرات ولایت له عمومي محبس څخه ۱۵۰ تنه بنديان خوشې شول، چې د بند موده يې له يونيم کال څخه لږه وه. )
په دغه بندېانو کی ۱۳۲ تنه نارینه، ۱۴ ښځی او ۴ماشومان شتون لرې.
له محبس څخه خوشي سوي بنديان خوښ ښكاريده اودا ژمنه يي وكړه چي نوربه هيڅ ډول ناقونه كړنه نكوي.
دا مهال د هرات ولايت په عمومي محبس کې ۱۶۰۰ تنه بنديان دي چې ۸۵ تنه يې ميرمنې دي.
دغه بنديان د ډول ډول جرمنو له امله په زندان کې شپې ورځې سبا کوي.
دا هم د ويلو ده چې په روان کال کی ددغه محبس ۳۷۰ بندیان د ولسمشر حامد کرزی په مختلفو فرمانونو کی خوشی شول .