ټول وژنه، اخلاقي انحطاط او درغلي د ټولټاکنو دلومړنیو لاسته راوړنو په توګه

د لراوبر اداره | سپتمبر 7th, 2009


په هیواد کې د دولسمشري او ولایتي شوراګانود وروستیوټولټاکنو له ترسره کیدو وروسته ځوریدلي افغانان په دې هیله ول چې نوربه ددغو ټولټاکنو اود هغوئ دبي شمیره کاندیدانو دغوړو ژمنو له برکته په خپل جګړه ځپلي هیواد کې دیوه سوکاله نیکمرغه اوخوشاله ژوند خاوندان وي ،ځکه دوئ په خپله خوښه دخپل راتلونکي لپاره خپله رأیه دهغه چا لپاره وکاروله چې دوئ ته یې دابادۍ ترقۍ اوسوکاله راتلونکي وعدې ورکولې.

خو له بده مرغه چې له دوغو تیر ایستونکوټولټاکنو اودهغوۍ د دروغجنو کاندیدانوله غولونکو ژمنوڅخه تر پنځلسو ورځوتیریدلو وروسته بیاهم دغه ویرلړلي افغانان دانتخاباتوپه نوم دهماغې دروغجنې ډرامې داصلي طراحانو له لوري ددریومسلسلو زړه دردوونکو پیښو اوفاجعوشاهدان دي.

ددغو پيښو وروستۍ فاجعه دکندوز ولایت دعلي آباد ولسوالۍ هغه زړه بوږنونکې پیښه ده چې دیرغلګروځواکونو په بمبارۍ کې تر۱۰۰ تنه زیات بیوزله انسانان په ډیره بیرحمانه توګه پکې په شهادت ورسول شول.

دکندوزولایت دعلي آبادولسوالۍ دتیرې جمعې په شپه دغه زړه دردونکې پیښه په هیواد کې دسولې ،ترقۍ اوابادۍ دروغجنومدعیانو غلامانه ماهیت په بشپړه توګه هم افغانانو اوهم ټولې نړۍ ته ښه څرګندکړ .

هوکه ! دبهرنیو یرغلګروپه بمبارۍ کې دبیوزله کندوزیانوسو ځیدلیو جسدونو نور هرچاته داخبره ښه ثابته کړه چې په افغانستان کې دسوکالې اوآرامي په نوم شعارورکوونکي مدعیان داجنبیانوله لوري یواځې دهغوئ دجنایتونو دپټوونکووسیلوپه توګه ا ستخدامیږي اودواک اواختیار هرډول صلاحیت په بشپړه توګه ترې اخیستل شوی دی.

زمونږ دپورتنۍ ادعا ښکاره ثبوت دکندوزولایت دچارواکو هغه له شرمه ډک خبر دی چې دعلي آباد دولسوالۍ دویرجنې پیښې په هکله یې دنړیوالو خبري رسنیوپه واک کې ورکړ.

دکندوزتش په نوم دولتي چارواکو په خپلو لومړني معلوماتو کې نړیوالوخبري رسنیوته ددغې زړه دردونکې پیښې لامل دتیلو ددوټانکرونو خپل منځي تصادم اوټکروښودی چې له امله یې دغه ستره انساني فاجعه رامنځته شوه .

دغو بي مروته چارواکوترهرڅه له مخه د بیګنا افغانانوله معصومو توي شویووینوڅخه ددفاع پرځای دهغوئ اجنبي قاتلینوته دبرائت ورکولو کوښښ کاوه ، خو دهغوئ دغه ذلیلانه موقف هغه وخت رابربنډشوچې کله خپله یرغلګروځواکونودجنایت په سرته رسولواعتراف وکړ.

دوهمه حیرانوونکې فاجعه په پلازمینه کابل دامریکې سفارت په انګړکې دامریکایي بدماشانوهغه دشراب نوشي اوخرمستي شرموونکې صحنه ده چې په لیدلویې دهرباغیرته افغان زړه دردیږي .

دهغو مبتذلوتصویرونوله مخې کوم چې داې بي سي ټلویزوني چاینل له لوري خپاره شول په دغه صحنه کې لیدل کیږي چې یوشمیر امریکایي ساتونکي په لوڅ اوبربنډحالت کې له یوبل سره غیراخلاقي حرکات ترسره کوي اودسفارت په افغاني کارکوونکو باندې هم په زور شراب څښي.

دالجزیره تلویزوني شبکې درپوټ له مخې دسفارت محافظینو دغه عشقي میله دخپل یوه تن محافظ دزوکړې دلمانځنې په خاطر ترتیب کړې اومیلې ته یې دپریمانه شرابودراوړلوترڅنګ سفارت ته یوشمیر بدلمنې فاحشې هم راوستلې ولې.

که څه هم چې دهغو افغانانولپاره چې له امریکایي یرغلګروسره په اداري ،سياسي اوپوځي مرکزونوکې کارکوي داشاني اعمال ؛ د بِکرِِې (تازه) دیموکراسۍ دپلي کولوپه نوم یادیږي اوددوئ په اصطلاح په وروسته پاتې افغانستان کې ددغه حیواني کلتور ترویج دترقي اوپرمختګ اساسي لامل بلل کیږي ،خو دنورباضمیره افغان ولس لپاره بیادهغوئ په اسلامي هیواد کې دداسې اعمالوسرته رسونه واقعا دیوې زړ بوږونکې فاجعې حیثیت لري.

څلورکاله مخکې هم په یوې ورته شانې میلې کې د بګرام هیوایي ډګر بي شمیره امریکايي پوځیانو په یولسوافغاني ترجمانانو دهمدغي بِکرِې دیموکراسۍ تمرین عملي کړ اوپه هغوئ یې په شرابوڅښلوبرسیره په دسته جمعي توګه جنسي تیری وکړ،خو دغوبي مروته ترجمانانو اوپه امریکايي اداروکې کارکوونکوافغانانو بیا هم له دغه انسانیت ضدعمل څخه عبرت نه واخیست اونه یې له امریکايي ځناورانوسره دترجماني اوګډکارکولوفضیح عمل پریښودلوته زړه ښه کړ.

ښايي یوشمیر ښاغلي له امریکایانوسره دګډ کارکولو لامل خپل اقتصادي مجبوریت توجیه کړي ،خو داخبره ځکه دتوجیه وړنه ده چې له امریکایانوسره دترجمانۍ اویادهغوئ په دفترونوکې دکارکولوچانس او ویاړ هرعادي افغان ته نه دی میسر؛ بلکې هالته کارکوونکې کسان به په حتمي توګه داسې څوک وي چې ډیری وخت یې له هیواده بهرپه غربي نړۍ کې تیر کړی وي اویابه هم دلوړپوړودولتي چارواکونیږدې خپلوان وي چې هغوئ په هیڅ صورت داقتصادي مجبوریتونواحساس نه کوي.

دریمه زړه دردوونکې فاجعه دکندهارپه مرکز دنوي ښارپه سیمه کې هغه درنه چاودنه ده چې له امله یې تر سلوزیات بیوزله کندهاریان دمرګ میلمانه شول.

تراوسه دکندهار ددغې سترې خونړۍ فاجعي ترشابیلابیل وجوهات اولاملونه ښودل شوي خوترټولو موجه اومرجح لامل یي په ټول ټاکنوکې دکندهاري ولس نه ګډون بلل کیدای شي .

دکندهارمسلمانو اوغیرتي خلګو چې مخکې ترمخکي یې ددغو تش په په نوم ټول ټاکنو په مثبتو اوسالمو پایلو باورله لاسه ورکړی وه په مطلق اکثریت سره یې هغه تحریم کړل اودهیڅ کوم بیواکه کاندید په ګټه یې خپلې رأیې نه وکارولې.

هغه وه چې امریکایان اوپه هیوادکې میشت نور بهرنیویرغلګر دکندهاري ولس دغه انتخاباتي تحریم سخت په غصه کړل اودهغه په انتقام کې یې دغه بیوزله ښاریان د خپل ځان په وینوولمبول .

په هرصورت اوس چې له دغونمایشي ټولټاکنوڅخه دری اونۍ تیریږي په نورو بیعدالتي یو اوستونزوسربیره خپله د هغوئ دمتصدیانو له لوري پکې د۲۰۰۰مورده درغلیو دترسره کیدلورپوټونه درج کړل شوي چې دهغوئ له جملې نه یې شپاږسوه مورده جدي بلل شوي .

اوله دغوټولو درغلیو، تخطي ګانواوغورځوپرځو وروسته به دمنطقیانو په اصطلاح نتیجه بیاهم تابع داخس ارذل وي اوهمدغو دټول ټاکنو پایلې به حتما دهغه چا په ګټه تمامیږي چې په افغانستان کې امریکایي اواجنبي منافعوته تر نورو ډیر متعهد او وفادار وي.

هغه ټولټاکنې چې دترسره کیدولپاره یې له تیروشپږومیاشتو راهیسي هلې ځلې روانې وي، دغرب ټولې خبرې رسنۍ په تبلیغاتو ورته لګیاوې اوپه ترسره کیدلویې تر۱۵۰ میلیونه زیات امریکايي ډالرمصرف شول ؛ تراوسه پوري یې افغانانوته لومړنۍ لاسته راوړنې همدغه دری فاجعې دې چې پورته یادې شوې .

دوروستیو پایلو برخلیک یې هم دامریکايي استاځي هالبروک په فریشانه خاطرپوري تړلی .

دابه وروسته مالومیږي چې ښاغلی هالبروک دپه اصطلاح افغاني ټولټاکنوپایلې د کوم بیواکه خو امریکایي ګټو ته وفادار کاندید په ګټه اعلانوي.

Copyright Larawbar 2007-2024