کور / تازه خبرونه / سوات : دطالبانو ويانداو دوه لوړپوړي قومندانان نيول سوي

سوات : دطالبانو ويانداو دوه لوړپوړي قومندانان نيول سوي

دپاكستان امنيتي چارواكي خبر وركړ چې تيره ورځ يې دسوات په منگلور سيمه كې دا عملياتو په ترڅ كې دسوات دطالبانو وياند حاجي مسلم خان او دوه تنه لوړپوړي طالب قومندانان نيول دي .

چارواكي وايې چې دغه كسان يې دځانگړو عملياتو په ترڅ كې نيولي ، خو په سوات كې دطالبانونوى وياند سلمان له رسينو سره په خبرو كې ويل چې مسلم خان او څوتنه نور لوړ پوړي طالب قومندانان دپاكستاني فوځيانو سره دخبرو لپاره منگلور سمي ته ورغلي وو، دنوموړي په وينا چې پاكستاني فوځ ورسره دوكه كړي او ددوي مشران يې دخبروپه پلمه نيولي دي .

حاجي مسلم خان په داسي حال كې دپاكستاني فوځيانو له لوري نيول كيږئ چې څه موده وړاندي دپاكستاني طالبانو دتحريك وياند مولي عمر هم په باجوړ سيمه كې نيول شوي وو .

شنونكي وايې چې دمسلم خان په نيول كيدو سره به دطالبانو تحريك په ځانگړي توگه دسوات مقاومت له روحي فشار سره مخ شي .