کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د عطامحمد نور او مرکزي دولت جګړه پراخيږي

د عطامحمد نور او مرکزي دولت جګړه پراخيږي

د بلخ والي په مرکزي دولت په تېره بيا د کورنيو چارو په وزير له لفظي بريد وروسته په شمال کې د نورو خلکو د ملاتړ له پاره پراخې هڅې پيل کړي دي، او داسې ښکاري چې عطامحمدنور د خپلې پيل کړې جګړې له پاره د زيات ملاتړ د پيداکولو هڅه کوي.

همدا نن په بغلان ، تخار او يوشمېر نورو ولايتونو کې پخوانيو جګړه مارانو او يو شمېر دولتي او نيمه دولتي کسانو د عطامحمد نور په ملاتړ غونډې کړي او د مرکزي دولت پر خلاف يې د عطامحمد نور څرګندونې پر ځاى بللي دي.

د عطا محمد نور د څرکندونو له انداز او له هغه وروسته د ده په ملاتړ له جوړ شويوغونډو څخه داسې ښکاري چې دى له کورني ملاتړ ورهاخوا پراخ بهرنى ملاتړ هم لري.

په دې ورستيو کې له لوديځوالو په تېره بيا له امريکا سره د ولسمشر کرزي اختلاف، د ټاکنو له پايلو د بهرنيانو ناراضيتوب او ددوى له يو شمېر کړنو سره ددولت مخالفت ددې سبب شوى دى چې نړيوال له افغان دولت په تېره بيا له کرزي څخه مخ واړوي او په ده د فشار راوستلو له پاره دده په څنګ خپل ساتلي ګوډاګيان وکاروي تر څو کرزى بېرته د لوديځوالو غوښتنو ته راوګرځي او ددوى په ضد هيڅ کار تر سره نه کړي.

په شمال کې له روان حالت او د کرزي د حکومت په وړاندې د لوديځوالو له خوا د شمال ټلوالي ملاتړ به کرزى بېرته ارام کړي. او اوس چې د ايتلاف ځواکونو له خوا د ملکي وګړو په وژنه خواشينې څرګندوي او آن کله کله يې غندي دا هر څه به په يوه خاموشي بدل کړي، کرزى به له ۵۰ ٪ پنځوس سلنې غلامۍ بېرته پوره غلامۍ ته وګرځوي. او د پخوانۍ شمال ټلوالې غلو ، قاتلينو، د نشه يي توکو کارباريانو او جنايتکارانو ته په يو ځل بيا د بهرنيو ګټو د خوندي توب له پاره په حکومت کې پراخ واک ورکړل شي. او يو پردى پاله حکومت به په افغانستان کې واکمن وي، او عام ولس به ددوى د واکمنۍ او د نړيوالو د ګټو له پاره لکه د خس سوځي.