کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کې خبریدونکو ورځپاڼو هم نن تر ډیره له انتخاباتو ، امنیت او د خبریالانو په وړاندې له تاوتریخوالي سره تړلي مسایل راخستي دي.

په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب کې يې رانغاړلي دي.

ویسا:

دې خپلواکې ورځپاڼې د بلخ د والي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ددغه ولایت د خلکو په حواله لیکلي دي، چې د عطا محمد نور وروستۍ وینا د هغه د سیاسي عقدې زیږنده ده او هغه يې له خلکو سره په دښمنۍ تورن کړې دې.

ورځپاڼې په یو مطلب کې د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون هڅو ته کتنه کړې او لیکلي دي، چې دا کمسیون غواړي انتخابات دوهم پړاو ته وغځیږي.

په ورځپاڼه کې د نړیوالو څارونکو مشر ته هم د انتقاد ګوته نیول شوې او لیکل شویدي، چې فلیپ مریون نه یوازې ناپیلې ندې بلکه له ډاکټر عبداله سره نږدې اړیکې لري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو د نتایجو په اعلان کې ځنډ پر افغان ولس ملنډې بللي او لیکلي دي، چې ایا افغان ولس له داسې ملنډو سره چلیداې شي.؟

هیواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په انتخاباتو کې د درغلیو تر نامه لاندې روانه ډرامه د پښتنو پر ضد یوه توطعه بللې، چې د ورځپاڼې په وینا له ډیر پخوا څخه پلان شوې وه.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام ددې توطعې تر شا له ټولو کورنیو او بهرنیو کړیو نه غوښتنه کړې، چې له خپلو پلانونو لاس په سر شي او د خلکو رایو ته دې درناوې وکړي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دا وینا راخستی، چې د افغانستان د انتخاباتو ملاتړ باید وشي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د جنګي جنایتونو د نړیوالې محکمې په حواله لیکلي ديو چې غواړي په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو او وسلوالو مخالفینو لخوا د شویو جنګي جنایتونو په اړه څیړه وکړي.

اراده:

دې خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د ناټو روانې هڅې څیړلي او ددغه سازمان د عمومي منشي په حواله يې لیکلي دي، چې ددوی هڅې تر تر ډیره بریالې دې.

ورځپاڼې په دوام کې د اندر فوغ راسموسن په نقل لیکلي دي، چې د ناټو نوی ستراتیژۍ د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په مخنیوي کې مثبت نتایج درلودلي دي.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په حواله لیکلي دي، چې د هغو کسانو په خلاف د مبارزې لپاره ، چې ددوی ګټې ګواښوي په افغانستان کې د لویدیځو هیوادونو پوځي حضور ضروري دې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانانو ته ورپیښې ستونزې څیړلي او دا خبردارې ورکړې، که دولت ددغو ستونزو د هواري لپاره کوټلي ګامونه پورته نکړي نو ممکن خلک پاڅون وکړي.

اصلاح او انیس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بیلابیلو مطالبو کې د افغانستان او سیمې روان حالات راخستې دي.

انیس پخپله سرمقاله کې د افغان خبریال منادي د وژونکو د نیولو او محاکمې غوښتنه کړې او لیکلي دي، چې دې پوښتنې ته باید ځواب وموندلې شي، چې څنګه دې ووژل شو او بهرنی ملګری يې روغ رمټ خوشې شو.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې له خلکو غوښتي دي، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې خپل یوالې ټینګ وساتي او ټولې هغه توطعې شنډې کړي، چې ددوی یوالي ته زیان رسوي.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبریال د خوشې کولو لپاره شوي عملیات تر پوښتنې لاندې راوستلي او لیکلي دي، چې د ژغورنې دا عملیات د یو خبریال د وژلو لپاره ترسره شوي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک هم د افغان خبریال د وژنې مسئلې ته ځانګړې کړې او لیکلي دي، چې د منادي وژنه باید تعقیب شي.