کور / تازه خبرونه / ننګرهار: سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار: سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ دوربابا کې وسلوالو طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريد کړی او سرحدي پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي د دوی ملګرو دغلته د سرحدي پوليسو پر ددو پوستو بريدونه وکړل چې اته تنه پوليس يې وژلي او دهغوی نه يې اووه ميله وسله هم ترلاسه کړې ده. د ننګرهار چارواکي د وسله والو طالبانو لخوا دترسره شوي بريد او پوليسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی کوي. د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل چې تېره شپه شاوخوا دولس نيمې بجې وسله والو طالبانو په دوربابا کې د سرحدي پوليسو پر څلورمه او پينځمه پوسته بريدونه وکړل چې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې خو دا لا نه د معلومه چې څوتنه سرحدي پوليس په دغه بريد کې مړه اوژوبل شوي دي.

نوموړی وايي دوربابا يوه لرې پرته سرحدي ولسوالي او دوی دغلته ته يو پلاوی لېږلی چې د نښتې په اړه کره معلومات تر لاسه کړي.
عبدالزي وويل چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې په لاس کې نه لري. بل پلو وسله وال طالبان بيا د پوليسو په ځوابي بريد کې د خپلو ملګرو مرګ ژوبله نه مني.. د ويلو ده چې دوربابا په ننګرهار کې يوه سرحدي ولسوالي ده او پاکستان سره ګډه پوله لري چې وخت ناوخت ترې د دواړو خواو ترمنځ د نښتو او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.