زابل : طالبانو ديوه خصوصي امنتي شركت ساتونكو ته مرګ ژوبله اړولې

د لراوبر اداره | سپتمبر 13th, 2009


د زابل و لایت امنیتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په کې د یو خصوصي امنیتي شرکت ساتونکو مرګ ژوبله اوښتې .

د زابل د امنیت امر ډګروال غلام جیلاني فراهي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کلات ښار اړوند د اومکي په سیمه کې د یو شرکت پر امنیتي ساتونکو برید وکړ یوتن يې ورڅخه وواژه او یو بل يې ټپي کړ .

فراهي وايي چې ټپي ساتونکی د کلات روغتون ته رالیږدول سوی چې روغتیايي حالت يې د ډآډ وړ دی
همدارنګه تېره شپه وسله والو طالبانو د زابل ولایت په مرکز کې پر دوو امنیتي پوستو باندي په یوه وخت کې وسله وال برید وکړ .

د زابل د امنیت امر برید مني او وايي چې په برید کي چاته مالي او ځاني تلفات ندي اوښتي
وسله والو طالبانو د دواړو بریدونو مسوولیت منلي قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې پدغو بریدونو کې ګڼ شمیر دولتي سرتیري وژل سویدي .

نوموړي همدارنګه ادعا کوي چې تیره ورځ د زابل د سیوري ولسوالۍ د ښاره په سیمه کې د سړک د غاړي د ماین په یوه چاودنه کې يې اته دولتي سرتیري وژلي دي .

خو د زابل امنیتي چارواکي د طالبانو دغه ادعاوي ردوي .

وسله وال طالبان پداسي حال کې د اومکي په سیمه کي پر امنیتي ځواکونو برید کوي چې درې ورځي وړاندي دولتي چارواکو د یولړ عملیاتو په ترڅ کې د اتو وسله والو د وژلو خبر ورکړی وو.

Copyright Larawbar 2007-2024