کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ايا دازادو خبريالانو ټولني په رښتيا هم ازادي اوبې پرې دي ؟

ايا دازادو خبريالانو ټولني په رښتيا هم ازادي اوبې پرې دي ؟

تيره اوونۍ دکندزپه ولايت کي داشغالګروقواوو دهوايي ځواک له لوري دخپل نارواعمل په تکرارولوسره د تيرپه څير پر عاموملکي خلګوهغه مهال ډيره وحشيانه اوبي رحمانه بمباري وشوه چي،دسيمي خلک دمجاهدينوله لوري دغنيمت شويو ټانکرونوڅخه د تيلووړلوپه حالت کي وو،چي ترسلوزيات بي ګناه وګړي شځي ماشومان ځوانان اوسپين ږيري يي په شهادت ورسول اودهغوي کورنۍ يي دويرپه ټغر کينولي.
ددي ستري فاجعي له پيښدوسره سم د ناټواشغالګروځواکونواوافغان حکومت دپيښي ډيري قربانيان مجاهدين وبلل اوغوښتل يي چي په داډول اعلان اوڅرګندونوسره په خپل ناروا اووحشي عمل پرده وغوړوي،اوډيري په اصطلاح بي پري خبريالانو هم دژورناليزم داصولوپه له نظرغوځولوسره دهغوي دا بي اساسه اوپوچه ادعا باربار تکراروله .

دپيشي په سبا دکندوزله چهاردري ولسوالي نه د نيويارک ټايمز ورځپاڼي خبريال اودهغه ملګري افغان خبريال سلطان منادي دنامعلوموافرادوله خوا وتښتول شول چي وروسته د برطاني د کمانډو ځواک د عملياتوپه نتيجه کي برطانوي خبريال وژغورل شو اوافغان ملګري سلطان منادي يي د خارجي اشغالګرو ځواکونولخوا ووژل شو.د خارجي ژورنالسټ په خلاصيدواو دافغان خبريال پروژلونړيوالوټولنوپه ااصطلاح ازادواوبې پرې خبريالانوخپله خواشيني اوژورخفګان څرګند اودنوموړي خبريال د قاتلينود نيولويي کلکه اوجدي غوښتنه وکړه .همدغوټولنوددې پرځاي چي تحقيق اوڅيړنه وکړي او د پيښي اصلي عاملين څرګند اوپه ګوته کړي،ټوله پړه اومسؤليت يي د طالبانوپه غاړه واچوه ،ورسره سم يي پريکړه اوفيصله وکړه چي ټولې نړيوالي رسنۍ اوخبري چينلونه دي تردريوورځوپوري د طالبانوخبرونه نه خپروي . برعکس ددې پيښي وړاندي دکندوز دسترناورين،اوانساني فاجعې اودعاموولسي وګړوپه ډله ايزشهادت چي د ايتلاف يرغلګرو او اشغالګرو ځواکونو په قصدي اوعمدي توګه پربې ګناه افغانانو وحشيانه اواوبې رحمه بمباري وکړه اود١٥٠تنوپه شااوخواکي ملکي خلګ يي د اور په لمبوکي لولپه اوټوټې ټوټې کړل، هيڅ يوه خبريال اوبې پرې ټولني داموضوع نه مطرح اونه يي د احتجاج اوازپورته کړ.

بده لاداچي دپيښي دقربانيانود زخمونواوجسدونوطبي معاينې دا وښودله چي د پيښي په محل کي د سپينوفاسفورسوزهرجن مواد کاريدلي ، سره له دې چي ددې موادو استعمال دټولوجنګي نورمونو،اصولواوقوانينوخلاف عمل دي بياهم هيڅ يوه خبريال اوبې پرې ټولني داموضوع نه مطرح اونه يي پرې غوږوګرځاوو.دلته څوپوښتني اوانديښنې راپيداکيژي:

ايا ازادي اود بې پرې خبريلانوټولني په رښتيا هم ازادي اوبې پرې دي ؟

سره له دې چي دسلطان منادي د مړيني په هکله ټول اسناد اوکره شواهد پردې دي چي نوموړي د ايتلاف ځواکونوپه مرمۍ په قصدي توګه ويشتلي اووژل شوي دي ،د صحنې عيني شاهدان اودمنادي دکورنۍ غړي په ډاګه داڅرګندوي چي د پيښي عاملين خارجي ځواکونه دي اووايي:(( سلطان غوښتل چې الوتکې ته ور وخېژي، هغه کس چې دده دبهرني ملګري د وړلو مسوليت يې درلود هغه دی په ګوليو وويشت او له الوتکې راولوېد که تاسې غواړیء بيا زه تاسې ته شواهد هم درکولای شم. )) خودبې پرې خبريالانوټولنه دخپلومادي اوناچيزوګټود خوندي ساتلوله امله د ژورناليزپراوصولواومقرراتوپښې ږدې اوپردې کره اسنادو اوڅرګندحقيقت سترګي پټوي د پيښي اصلي عاملينو(ايتلاف ځواکونو)ته نه بلکي طالبانوته د پړې اومسؤليت د ګوتي په نيولوسره خپله بې طرفي اوبې پرې توب تر سوال اوپوښتنې لاندي راولي .

دوهم : نړيوالي ټولني اوازاد خبريالان داموضوع اوتحقيقاتي پوښتنه ولي نه مطرح کوي ، چې د ايتلاف ځواکونوددې پرځاي چي موضوع دسولي تفاهم اوله مقابل لوري سره په اړيکونيولواوخبرواتروله لاري هواره کړي ،ولي يي په فوځي اقدام لاس پوري کړچي له امله يي افغان خبريال اوڅونوروملکي وګړيوخپل ژوند پکي له لاسه ورکړ،دخارجي ځواکونودا غرورچي دداسي موضوعاتوپر سرله مخالف لوري سره به خبري نه کوي لاله وړاندي مات شوي دسوال اوزاريو کچکول يي ډير ځله ګرځولي .

دريم داچي :په تيروڅومياشتوکي دافغان حکومت اونړيوالوايتلافي ځواکونولخوا له ژورنالستانوسره له خشونت اوتاوتريخوالي ډکي ډيري پيښي ترسره شوي خبريالان ووهل شول،تحديد شول اوزندانونوته واچول شول دځينوخبريالانوکارځايونه اوکورنه د ايتلافي ځواکونوله لوري په ډيره بې عزتي اوبې حرمتي سره تلاشي او وپلټل شول .دمثال په ډول څه موده وړاندي په خوست کي دکليد راډيوسيميزخبريال نوراجان بهيرکورتلاشي شو،بهيراود هغه کوچني ورور يي له خپله کوره په ډيروحشت له ځانه سره يووړل.تردي وړاندي دکانډا ديوشخصي تلويژون افغان خبريال جاويد يازمي دايتلاف ځواکونولخوا په کندهارکي ونيول شواوپه بګرام کي تقريبا د يوکال قيد له تيرولوورسته خوشي شو له خوشي کيدولږموده ورسته دخارجي استخبارتي شبکي لخوا ووژل شو.

دا اودې ورته نوري پيښې ترسره شوي،خوازادو خبريالانواوبې پرې ټولنويوازي په مطبوعاتوکي لباسي خواشيني اوخفګان څرګندکړ،نه يي کوم رسمي احتجاج وکړاونه يي دحکومت اوايتلاف ځواکونوددې کړنوپه وړاندي د لږوخت لپاره خپل کاربنديزاومقاطعه اعلان کړه، خوددي ورستي ژورناليست سلطان منادي دمړيني دتورملامتي يي دکره شواهدو پرخلاف پرطالبانوواچوله اود درې ورځولپاره د طالبانود خبرونو د نه خپراوي پريکړه وکړه .ځيني خبريالان په شکاره حقيقتونوسترګي پټوي دحکومت اوايتلاف ځواکونوپر ډيروستروجنايتونواوجرمونوځان نه خبروي اويا پري پرده خوروي،دژورناليزم مهم اصل ته يي شاکړي، چي دپيښواصلي اوواقعي صورت په واقعي بڼه دنيااودد نياوالوغوږونوته ورسوي.