کور / کیسه / د ژوند ریښتینې هنداره

د ژوند ریښتینې هنداره

یو ځای وو چې ډیر به مې په زړه وریده ، زړه به مې غوښتل چې کاش هملته وای اود پسرلی د ښکلي نسیم پروخت مې دهغې په رنګینو پاڼو د شبنم د زرغونو څاڅکو نه غړپونه کړي وای ، ترڅو مې د سینې نه دا الوتی زړه یوڅه په قرار شوی وای ، نو وخت ناوخت به تلم او ددې جنت په شان ښکلاوو او حورو ملاقاتونه به مې کول ، نو داوار هم لاړم ترڅو پخوانې یادونه تازه کړم.

خوداوارتګ د نورو غوندې نه وو بلکه ډیر یی فرق کړی وو ، ځکه پدې وارتګ کې زه پداسې دریاب کې ډوب شوم چې هغ داوبو دریاب نه ، هغ د زړونو او تخیلاتو دریاب وو او دداسې دریاب څخه راختل هم یو څه نه بلکه ډیر ستونزمن کار دی ، ځکه پداسې شان دریاب کې د ځان پیداکول خورا مشکل دی. چې زما ددې دریاب دروازې زما د یار سترګې وې ، داسې سترګې چې په یو وار کتو به یی ، د رستم د لیندې په شان غشي وارول، اود غشو به د زړه دا کوچنی مجوف شکله د آرزوګانو او احساساتو دنیا په نښه وه.

نو داکرت زه هم دې غشو وویشتم او زړه یی راته پرهرپرهر کړه، دهغې په سترګو کې عجیبه غوندې کشش موجود وو، چې د هر وار سترګو رپیداسره یی لکه د چاذبې قوه چې په یو سنګین وزن باندې عمل کوي او ځان ته یی کشوي نو په دې ډول به یی سړی ځان ته کش کاوه، ددې سترګو به ددې عمل په اجرا کولو سره په حقیقت کې قتل کاوه، خو داسې قتل چې چاته به اظهار نه وو.

مابه دهغې په لور نشول کتلای، ځکه د هغې سترګې خو قاتلانې وې ماویل خدای مکړه کوم ګوزار به راباندې وکړي خو بیابه زما د وجود د ننه دفاعي غړو زړه ته ډاډ ورکاوه چې ځه د زمري غوندې پري ورځه! خو با وجود ددې به هم ما په ځنډو نګاه نشوه کولای، ولې په عین حال کې به ډیر خوشاله وم چې د هغې د سپوږمی غوندې د مخ تجلا به مې مخ کې وه.

او چې شیبه وروسته به مو ونه لیدل نو داسې به لالهانده به وم چې ګوندې کوم ښه قیمتې څیز مې ورک کړی دی او چې کله به مو ولیدل اله به مې زړه په قرار شو.

وخت تیریده ، خو زه دې تشویش په سر اخیستې وم چې دا څنګه پوه کړم؟ یو وار به زړه راته ویل راځه د دوستانو څخه مشوره واخله، خوبیابه یو ډول ترس راولویده چې خدای مکړه پدې لاره کې د کوم مشکل سره مخامخ نشم.

پدې فکرکې وم چې زما دسیاحت وخت پوره شو او نا امیده خپل ټاټوبي ته راستون شوم. اوهغه ټولې آرزوګانې مې د ځان سره بیرته راوړې.

دلته د هر ساعت تیریدل زما لپاره د یوې میاشتې او د میاشتې راته کال وو. دجدایی راباندې ډیر بد اثر وکړ، ټولو راته ویل پرتا څه شویدي بیخي دې تغیر کړیدی. خو مابه ځان تیراوه.

داوخت چې زما ډیره خوښیده هغه تنهایی، تخیلات او څنګناستی وه. کوښښ به مې کاوه چې تنها واوسم او پدې تنهایی کې به زه خوشحاله وم او یو څه به مې زړه تسلي اخیسته.

وخت تیریدو د یو څه وخت وروسته بیا راته د تګ زمینه مساعده شوه او د خپلو خیالاتو دینا ملاقات مې وکړ.

داځل ما تصمیم نیولی وو چې څنګه یی ووینم زه به ورته د مینې اظهار کوم او سپین سپین به ورته د زړه حالونه وایم . خوچیرې وو دومره جراٌت ، ‌ذهن ته به عجیب و غریب خیالات راتلل. خو د څه وخت وروسته مې جدي تصمیم ونیوه چې د ا ځل به هرومرو ورته وایم اخیر به د هغه بل ځل په شان لاړ وم او هر څه به پاتې وي، اخیر پدې خو باید پوه شم چې ددې خوښه ده که زه هسې په اور کې سوزم.

هغه وخت هم راغی، ما په یو نه یو شکل هغه پوه کړه او د ځواب مې ترې غوښتنه وکړه. بله ورځ یی راته ځواب هو راکړ او په ډیر عجیبه ترڅ کې یی رانه منډه کړه.

بس نو زړه مې په قرار شو، دومره خوشاله وم چې په جامو نه ځاییدم او یو ځل مې غمونه ورک شول.

د ملاقاتونو لړی روانه وه خو چې سترګې مې خلاصولې بیا نو وخت خلاص وو او بیرته خپل ټاټوبي ته راستنیدم. ډیره عجیبه ورځ وه له یوې خوا ډیر خفه وم او دبلې خوا ډیر عجیبه تخیلات او بیتونه به ذهن ته راتلل چې یویو ته به مې په خپل ذهن زړه کې ځای ورکاوه او بالاخره راورسیدم.

داځل جدایی نه وه اور اور هره ورځ به پرما د قیامت د ورځې غوندې تیریده، ښوونځې او نور مسولیتونه مې درلودل خو هریو ته به مې تش په نوم حاضري کوله.

خوبیا هم زما ددې جدایی یو څه اعلاج چې کیده هغ تنهایی وه ځان ته چې به تنها ناست وم د هغې د ښکلې مخ ښکلاوې به مې سپړلې او به هغه کې به مې ځان ښکلی کاوه، نو د آرامش احساس به مې کاوه.

وخت تیریده خو زما اعلاج نکیده ، بلکه ورځ به ورځ راته ګرانیده ، آخیر مې طاقت ونشو یو چاسره مې چې دوست ووداخبره شریکه کړه ، ټوله کیسه مې ورته ټکي په ټکي وکړه.

هغه له اوریدو نه وروسته راته وویل: هې بدبخته ستا خو هسې پښه خوییدلې ، هغه ښه جینی نده ، هغه د خپلې ښکلا پواسطه هلکان په دام کې ګیروي، او چې کله یی خوښه نشې نو پریږدي یی او دیو بل زړه ته لارنیسي او ددې یی راته ژوندی مثالونه راکړل.

خو زما هیڅ باور نکیده ، هغوی بسې ورغلم خپله د هغو ښکلو ځوانانو نه مې وپوښتل چې آیا دا هر څه واقعت دی؟

هریوه یی ترې سروشکاوه او ډیر تورونه یی پرې ولګل. خو بیاهم زما زړه ته نه غورځیده چې د چا سره چې ما پاکه او د زړه دتله مینه کړیده هغه دې داسې یوه ټګماره راووځي.

د څه وخت وروسته مې د هغوی ګاونډي او زما نیږدې دوست ولیده ، دهغې نه مې هم به اړونده موضوغ پلټنه وکړه خو هغې لاترې سروشکاوه اوویی ویل : دهغې همدا خوی دی زموږ غوندې هلکان به دام کې اچوي او چې کله یی کوم بهتر ولیده نو اولنی پریږدي او هغه بل پسې منډې وهي.

ددې په اوریده مې زړه ټکان وخړ او ددی سره په سوچ کې لاړم چې د هغې ښکلا، دهغې دسترګو جنګ چې هروخت به یی زه پړ وم ، دهغې دسهار پروخت دګلاب ګل د غوړیدا غوندې مسکا ، د هغې د جادو نه ډ کې سترګې چې زما قاتلانې یادیږي ، د هغې د سپوږمئ غوندې مخ چې په توره شپه کې به ییروښنایی خپروله او بلاخره د هغې وعدې چې ویل به یی : زه ستا یم ، ستا لپاره جوړه شوي یم ، ته مې اولنی مینه یی اوله تا به ځان قربانوم، ټولې راته مخکې مخکې کیدې چې پدې وخت کې مې دوست راباندې غږکړ چیرې غرق شوې ځوانه زه تاته اخت یم د آسمان دې ستوروته خو دا داستان نه وایم. اله په هوش راغلم راته یی وویل: هغه د ښکلا ، ښه او عصري ژوند په لټه کې ده ، پاکه مینه خویی نه تراوسه کړي اونه یی هم احترام ورسره شته.

راته یی وویل: فکر پرې وکړه ته د داسې حیوان په دام کې ګیر یی چې د هغې په سینه کې زړه چې د احساس منبع ده هیڅ وجود نلري ، نوریی راته شپه پخیر ووې او ویده شو .

زما فکر ډیر خراب شو ، نور نو راته دژوند کولو فکر نه راتله . ما ویل پدې ژوند څه وکړم چې په هغه کې دوه طرفه مینه نه وي ، پداسې ژوند څه وکړم چې په هغه کې دوه طرفه احساس نه وي او پداسې ژوند څه وکړم چې پّه هغه کې هیلې او آرزوګانې نه وې. ددې نه خو مرګ ښه دی. سلګو واخیستم ښې ډیرې اوښکې مې تویی کړې او دا خپل ډک زړه مې په هغه خاموشانه ما حول کې هغه ځلانده ستورو ته چې زما د کړیدلي او ناکامه داستان ته یی تر آخیرنی لحظې پورې غوږ ایښی وو، تش کړ. او پدی ډول شپه تیره شو ه ، د سها ر په لمانځه کې مې د خدای نه د صبرغوښتنې سوال وکړ .

او پدې ډول ټوله ورځ بې خوده وم هیڅ به مې ځان نشو قابوکولای. بعضې صمیمې دوستانو رانه وپوښتل هلکه فلانیه پرتاڅه شویدي د سهار راهیسې هیڅ زموږ سره ځان نه شریکوې لکه چې زموږ څخه مرور وې، خو بالاخره دوی هم پوه شول چې خپلې ناکامې مینې په سر اخیستی دی. ډاډ یی راکاوه او زما د ماضي د هیریدو یی راته باربار ویل. خو خبر نه وو چې سړی خپله پاکه مینه، داسې مینه چې د هغې په امید سړی د هرې ساه اخیستنې سره نوی احساس پیدا کوي، دهغې په امید سړی په ویښه عجیب او غریب خوبونه ویني او بالاخره د هغې په امید ژوند کوی څنګه یی هیره کړي او څنګه شوني ده؟

خو څه مې کړي وایهیڅ داسې لاره نه وه پاتې چې سترګې مې پرې خښې وای، نودی خیالا تو مې په ذهن اوزړه کی ځای ونیوه چې جانان بې وفا وو، جفاکاره وو، ټګماره وو، دپاکې مینې په فکر کېنه وو، د مینې او محبت احترام یی نه زده ، هغه بې احساسه وو، فریبکاره وو، هغه انسان ځان ته څنګه انسان وایی چې د مینې او محبت قدر نه وي ورسره، داسې انسان باید هیر شي ، داسې انسان باید د زړه او ذهن څخه وباسل شې او داسې انسان باید ددې پاکې انساني ټولنې څخه وایستل شي .

زما زړه مات شو، زما ذهن مات شو، زما خیال مات شو، زما د خیالاتو دنیا ورانه شوه ا و بلاخره زما آینده ورانه شوه او ددې ټولو او ټولو یواځینی مسْول زما بې وفا او بې پروا مینه وه او بس.