کور / تازه خبرونه / فراه : نښتو بیا ملکي وګرو ته مرګژوبله اړولې ده

فراه : نښتو بیا ملکي وګرو ته مرګژوبله اړولې ده

په فراه ولايت كې دولتي چارواكي وايې چې د ملي اردو او طالبانو ترمنځ نښته كې كابو ۵۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوی.

دغه نښته تیرورځ ددی ولایت بالابلوک ولسوالۍ کی هغه محال رامینځ ته شوو چی طالب وسله والو دائتلاف او ملی اردو پر اکمالاتی کاروان باندی وسله وال برید وکړ.

امنیتې چارواکې وايي چي په دغه پیښه کې ۲ آمریکاېې ، ۷ دملی اردو سرتیرې او ۳ ملکی وګری ددو ښځو په شمول وژل شوې دی.

د ظفر قول اردو ویاند گرمن عبدالبصیر غوری وایې( ورسته تر دې دائتلاف هوایې ځواکنو په شیوان کلې کی پر طالب اورپکو بمباری کړی چی ۵۰ طالبان مړه او یوشمیر نور تپیان شوې دې.)

دی واې دم ګری سیمه دولت تر کنترول لاندی ده.

له بله پلو بیا ملکی وګرې وایې په دغه بمباردمان کې کابو شل تنه ملکۍ وګرې په بالابلوک ولسوالی کی وژل شوې دی.

خو امنیتې چارواکې یواځې ددروو ملکی وګرو مرګ تایید کوی .

له بله پلو بیا طالبانو ادعا کړې چې په دغو نښتو کې یې ۷ تنه بهرني او ۴ تنه افغان سرتیرې وژلي او همداراز دآیساف ۲ او دملی اردو یو موټر یې له منځه وړي دي.

افغان دولت د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

تر اوسه ددغې پیښي د مرګ ژوبلې په اړه کره شمیره مالومه نه ده، خو که د سیمي د خلکو دغه ادعا صحیح ثابته شې، په روان کال کې به دغه عملیات د خونړيو هغو په کتار کې راشې.