کور / خبرتیا او پيغامونه / کابل : سفما د مستندو فلمونو لومړنی فسټیوال جوړوي

کابل : سفما د مستندو فلمونو لومړنی فسټیوال جوړوي

مطبوعاتی اعلامیه


د سویلی آسیا د آزادو رسنیو ټولنه
د دارالامان سرک د کابل دوبی هوتل مخامخ د حبیبی
لیسی تر څنګ، کابل افغانستان.


تلیفون شمیره: 00937502024107
برښنالیک: safma.afghanistan@gmail.com
ویب پاڼه: www.southasianmedia.net
 


په افغانستان کې د سفما دفتر د هیواد ګرانو فلم جوړونکو ته بلنه ورکوي چې خپل مستند فلمونه هغه فسټیوال ته چې په افغانستان کې د سفما د دفتر له خوا د ۲۰۰۹ میلادي کال د اکټوبر د میاشتې د ٢٣ – ٣٠ نیټې ( د ۱۳۸۸ لمریز کال د میزان د میاشتې د ۲۶ – ۳۰ مې نیټې ) پورې په کابل کې جوړیږي راواستوي . د دغه فسټیوال په نتیجه کې به درې غوره فلمونه د هندوستان د ممبیی د مستندو فلمونو فسټیوال ته چې ددویم ځل له پاره د سارک د هیوادونو په کچه د سمفا له خوا د راتلونکی نومبر په میاشت کې جوړیږي ، د جایزې له پاره واستوي .


فارمت :


دا فستیوال په نظر کې لري چې هغه مستند فلمونه چې د (۱) سولې او شخړې ، (۲) خلک او فرهنګ ، (۳) ښځې په جنوبی اسیا کې ، (۴) ښوونه او روزنه په جنوبي اسیا کې ا و (۵) د ژوند چاپیریال په جنوبي اسیا کې موضوعګانو په اړه جوړشوي وي، په دې فسټیوال کې د ګډون د پاره ومني .


د فلمونو د غوره کولو معیار:


فلمونه به د لاندې معیارونو پر بنسټ د ژوري پلاوې له خوا غوره کیږي :


د سولې او شخړې او همدارنګه د خلک او فرهنګ پر موضوعګانو تمرکز
د فلم د موضوع څرنګوالی او اصلوالی
د فلم مضمون او د فلم موضوع ته د فلم د جوړونکی لید
د فلم سینمایی کیفیت
په سیمه او هیواد کې د مستندو فلمونو د جوړولو وضعیت



قبلونه: هیله ده چې محترم فلم جوړوونکي دې د خپلو مستندو فلمونو د کاندیدولو په برخه کې لاندې یادونې په نظر کې ونیسي:


۱. خپل هغه مستند فلمونه چې تر ۵۰ دقیقو زیات وخت وانه خلي او له ۲۰۰۵ کال څخه راپه دې خوا جوړشوی وي، په DVD او یا Mini-DV کسټونو کې د فلم د صحنو د دوو عکسونو او همدارنګه د ډایرکټر د یو عکس سره داسې چې د فلم د ډایرکتر، پروډدیوسر، ژبې او وخت په باب معلومات پر کسټ او یا DVD سم لیکل شوی وي، تسلیم کړي .


۲. انګریزي سبټایټل یا پایلیکونه په تیره بیا د هغو مستندو فلمونو د پاره چې د هندوستان د ممیی فسټیوال ته به وروپیژندل شي، حتمي دي .


۳. د دریو ګټونکو مستندو فلمونو ډایرکټران (پروډدیوسران ) به سربیره پردې چې د سفما افغانستان ستاینلیکونه ترلاسه کړي، د هندوستان د ممبیی په فسټیوال کې د ګډون د پاره واستول شي او د هغوی د ټکټ ، د اوسیدو د ځای او ډوډۍ خرڅ به د سفما د ادارې پر غاړه وي .


د فلمونو سپارل:


ګران فلم جوړوونکي دې خپل مستند فلمونه د کابل د دارالامان سړک پرغاړه د کابل – دوبی هوټل ته مخامخ واقع د سفما په دفتر کې محترم ذاکر علیخیل ( 0700650951) ته د 2009 میلادي کال د اکټوبر د میاشتې تر ۱۵ مې ( د ۱۳۸۸ لمریز کال د میزان د میاشتې ۲۳ مې ) نیټې پورې وسپاري . هغه مستند فلمونه چې د دغې نیټې نه وروسته راورسیږي، په فسټیوال کې نه شاملیږي .


ښاغلي فلم جوړوونکي او ژورنالیستان د زیاتو معلوماتو د پاره کولی شي په لاندې پته اړیکه ټینګه کړي:


عبدالقیوم کریم


په افغانستان کې د سمفما د مستندو فلمونو د فسټیوال کورډیناټور


د اړیکې شمیره : 0700 59 1991
بریښنالیک : aq_karim@yahoo.com