کور / تازه خبرونه / ولسمشر دکاناډا دلیبرال ګوند د مشر سره ولیدل

ولسمشر دکاناډا دلیبرال ګوند د مشر سره ولیدل

دولسمشرۍ ماڼۍ درسنیو ددفتر له لوري لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي تیره ورّځ ناوخته دکاناډا دمخالف لیبرال ګوند له مشر سټیفن دیان سره ولیدل او د دواړو هیوادونو په اړیکو یې ورسره خبرې وکړئ،


ولسمشر حامد کرزي دکاناډا دلیبرال ګوند له مشر او ددغه هیواد له حکومت او پارلمان څخه ددی لپاره مننه وکړه چې هیواد یې په افغانستان کې دیولس دسپټمبر له پیښې وروسته دبیارغونې په چارو کې پوره ونډه اخیستې، دبهرنیو چارو وزارت ویاند سلطان احمد بهین له لر او بر ویبپاڼې سره په خبرو کې وویل چې دسټیپن دیان راتګ افغانستان ته له دې امله وو ترڅو پدغه هیواد له تروریزم سره جګړه او د دواړو هیواد دلاښو اړیکو په سر خبرې اتری کول وو.


کاناډا دا مهال په افغانستان کې دناټو په مشرۍ ۲۰۰۰ سرتیري لري چې دافغانستان په سویلي ولایت کندهار کې میشت دي، لا تراوسه دغه هیواد په ۷۲ سرتیري له دوه زره دوم کال را ورسته له لاسه ورکړي.