کور / تازه خبرونه / یو نیم ملیون رایی « اشتباهی » دي

یو نیم ملیون رایی « اشتباهی » دي

رویټر او فرانس پریس آژانس په کابل کی د اروپایی ټولنی د استاځو له قوله چی د افغانستان ولسمشریزه انتخابات څاري ، وویل چی یونیم ملیون رایی د تقلب تر اشتباه لاندی دي چی په دې کی ۱٬۱ ملیون د حامد کرزي لپاره او درې لکه ( ۳۰۰۰۰۰ ) رایی هم د عبدالله عبدالله لپاره جعلی معلومیږی .

ویل کیږی چی ۱۷ ملیونه افغانان د رایو ورکولو مستحق وو چی د دې جملې څخه صرف ۵٬۵۴ ملیونو رایی ورکړي دي چی په دغو رایو کی ۳ ملیونه د حامد کرزي په ګټه صندوقونو ته اچول سوي چی د دغو درو ملیونو څخه یې پر ۱٬۱ ملیون رایو د تقلب او ساخته کارۍ اشتباه کیږی .

خبر زیاتوی چی د رایو دوهم وار شمېرل به د دواړو سیالانو اوسنۍ رایی را کمي کړی .