کور / شعر / اخترته :دنورځولى

اخترته :دنورځولى

دژوندون دسيندپرغاړه
ډېره تنده مې كړه تېره
دپوخ ذوق دانګورخواكې
وږى ناست ومه په هيله
هره ورځ مې له سهاره
ترمهاښامه لټولې
كړۍ شپه به ستوري ستوري
سپوږمۍ خواكې ځليدلې
ګرانه ستادلارې خاورې
په تندي مې ښكلولې
څه رنګين ستاانتظارؤ
هراحساس مې حليلي ؤ
تخيل دمحبت دې
شهوره ؤكوثري ؤ
دوجدان له كوره طوره
دجذبې ترالطهوره
لكه خيالي دښكلوحورو
ټول خيام خيام جام جام وې
لاهوتي سرورپيغام وې
له نرګسه ترګلابه
يوكم سل سپرلي دي غوټه
ورته سرمې وټمبكه
څه مرموزه قافله وې
په ګبين ګبين نازونو
شرګندونكي راروان وې
دزړګي ګونګړى مې واخله
دخوږې مينې ډالۍ ده
شرنګوه يې شرنګوه يې
ټول خوبونه مې تاوړي
لكه اه دكونډوخويندو
لكه واى دبورميندو
لكه اوښكه ديتيمې
دښكلادنورځولۍ يې
درنګونوتناسب يې
دوحدت دنوح بېړۍ يې
دبلال اذان ته ورته
خاص دسولې سكه وروريې
دملالې ياقربان يې
دشمشاددشملې شوريې
بې له شكه دارښتياچې
ښكليه ټول يې مينه مينه
خوږجانان دې راپخولاكړ
زه دې ټول جانان جانان كړم
ټول دې هيله اوارمان كړم
داخاورين غوندې وجودمې
مست سيندوكى دسرورشو
مينه مينه شومنصورشو
راشه راشه ګرانه راشه
څوك ګډيږي څوك خنديږي
خودټولومبارك شې
كه مسافروي كه ديارترڅنګه وينه