کور / اسلامي / رمضان

رمضان

رمضان دثوابونو دلاسته راورلوترټولوغوره میاشت بلل ګیږی داسلام ستر پيغبر صلي الله عليه وسلم فرماي په رمضان كي نفل دفرضو برابردي او فرض اوياچنده ثواب لري دقدرشپه له زرومياشتو څخه غوره ده زرمياشتي څه دپاسه دري اتيا 83 كلونو سره برابردي همداراز دقدرپه شپه عبادت چه داخلاص اوايمان داري له مخي وي الله تعالي به يي مخكني اووروستني ګناهونه وربخشي

دروژې وروستۍ لسيزه :

دقدرشپه :

(۱) حديث :- له انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي کله به روژه راغله نورسول الله صلی الله عليه وسلم به ويل : بې شکه دامياشت پرتاسوراغلې په دې کي يوه داسي شپه شته چي ترزرومياشتوغوره ده کوم څوک چي له دې شپې بې برخې شي هغه له هره خيره بې نصيبه دی ددې شپې له خيرڅخه يوازي هغه څوک چي بدمرغه اوبې نصيبه وي بې برخې کيږي . (ابن ماجه واسناده حسن ان شاء الله،ترغيب)

(۲) حديث :- له عائشې رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : دقدرشپه دروژې دوروستۍ لسيزې په طاقوشپوکي لټوئ . (صحيح بخاري،مشکوة)

(۳) حديث :- له انس رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : کله چي دقدرشپه راځي نوجبرائيل عليه السلام دملائکوله يوې ډلې سره راکښته کيږي اوهربنده چي په ناسته ياولاړه دالله جل جلاله ذکرکوي دهغه لپاره درحمت دعاکوي .

(۱) حديث :- له عائشې رضی الله عنهاڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به دروژې په وروستۍ لسيزه کي دومره ډېرعبادت کاوی چي په نوورو وختونوکي به يې نه کاوی .

که څه هم چې دقدر شپه داسی په واضع ټول نه ده مالومه خو دروژی دمیاشتې په وروستیو لس ورځو یو ویشتمې ،درویشتمې ،پنځه ویشتمې ،اوه ویشتمې ،او نهه ویشتمې باندی شک کیږی ،خو ډیر تاکید دروژې دمیاشتې په اوه ویشتمې کیږی ،او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان په دغې شپه تر سهار کیني او دپاک الله دربار ته دقرانکریم ختمونه ،او عبادتونه کوی .

په و الله مې دی قسم وی دروژی دمیاشتې دنهه ویشتمې په شپه باندی کله چې له تراویح لمونځ څڅه بیرته کورته راستون شوم ویده شوم ،دپشلمي لپاره یی را پاسولو ،اودس مې وکړی او دپاک الله دربار ته مې لمونځ وکړی تر لومونځ وروسته خوب یوړم. خوب مې لیده چې له خپل کوره باندی وځم زمونږ دکور دقبلې لورې ته جومات دی دجومات پر لور روانیږی ، کله مې چې دجومات پر لور نظر غورځې او شاخوا کوورنه ګورم ټول دقبلی پر طرف چپه وی له دی سره سم راباندی غږ وشوه چې توبه وباسه همدا اوس دی توبه قبلیږی ، له ډیری ویرې نه داسی چیغې وهم چې تاسی باور وکړم په ټول ژوند کې مې هم کله له خولې نه داسی کوکې کله نه وی وتلی ،په خوب کې مې پر ځمکه سجده ولګوله او الله پاک ته مې دایمان سوال وکړ او توبه می وایسته خو تاسی په خدای باور وکړی که چې له سجدې نه مې سر را پورته کړ ،ټول شیان هماغه دپخوا په څیر وه ،ویرې اخیستې وه او لږ څه وړاندی ولاړم ،زمونږ له کلا څخه شاخوا دوه دری سوه متره سویل په لور مې دپلار دتره دځامنو کلا ده ،ددغې کلا له شمال لوری څخه دسویل لور ته روان وه ،ددغې کلا دسویل لور دپای په سیمه کې یو تشناب یا کنار اب دی دغې سیمې ته په رسیدو سره یو ځل بیا را باندی غږ وشو چې شیطان دی وله یی ،په داسی حال کې چې تیاره هم وه د لودیځ خوا ته می و کتل چې یو تور شی ناست وی،که څه هم چې سخت ویریدلی وم په ویریدلی حالت کې مې په دغه تور شی یو څو واره وکړل ،دغه توره بلا زما په ګاڼو ولګید خو مګر بیا هم ونتوانیدم چې له منځه یی یوسم .

له خوب را پاڅید په داسی حال کې چې سخت ویریدلی وم ،بیرته مې په کمپل کې سر ننه کړ.

سهار وختی کله چې له خوبه پاڅیدم په کور کې مې هیڅ چاته دغه کیسه ونه ویله ،او د دفتر پر لور روان شوم ،په دفتر کې هم تر ډیر ځنډ وورسته مې سل زړونه یو کړل او دغه کیسه مې خپل یو همکار ته وکړه ،نوموړی راته ویل چې کله له خوب پاڅیدی لمونځ دی وکړ ،ما ویل لمونځ خو می کړی وه هغه ویل یاره ډیره اشتباه دی کړی ،تا دقدر شپه په خوب لیدلی خو بیا خو به دی که ډیر نه وه یو دوه رکعته نفل لمونځ کړی وه که نه . تاسی باور و کړی هغه خوب می همدا اوس هم داسی په یاد دی لکه یو څه مې چې په ویښه لیدلی وی .اوس دومره افسوس کوم چې کاش مې تر خوب لیدلو وروسته هم په عبادت پیل کړی وی .

زه اوس نه پوهیږم چې دا څه وه ؟

په درنښت

Wafa.nasrat@hotmail.com
+(93)700776909