کور / سياسي / ځواكمنه اردو د بهرنيانو پلمې له منځه وړئ شي

ځواكمنه اردو د بهرنيانو پلمې له منځه وړئ شي

د هېواد ملي اردو اوس هم په سمو وسلو نه دي سمبال اوس هم دوى هغه وسلې نه لري، كومې چې د يوه هېواد د ملي پوځ لپاره اړينې دي. هيله كېده چې د څو كلونو په دوران كې به زموږ ملي پوځ ډېر پياوړى شي او وبه كولاى شي چې تر ډېرې كچې پورې د هېواد دفاع وكولاى شي. خو په دې وروستيو كې د لويديځ سياسي چارو کارپوهانو او چارواكو ويلي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو بې وخته وتل په سيمه کې د ناورين د رامنځته کېدو خطر لري.

افغان ا ولويديځ مقامات وايي د دې پراخې بې ثباتۍ د پاى ته رسولو لپاره په کار ده چې لويديځوال حتى د افغانستان له پولو د باندې د القاعده په اصلي اډو او اتومي پاکستان په شمول په سيمه کې شتون پراخ کړي.

د بهرنيو ځواكونو د شتون په پراختيا باندې افغان چارواكو هم تاكيد كړئ، خو ولې افغان چارواكو په دې تاكيد نه كړي چې خپل پوځ غښتلى كړي، ولې له لويديځ څخه د خپل پوځ د پياوړتيا لپاره په سم ډول غوښتنه نه كوي. آيا دوى يوازې د لويديځ شعارونو ته ناست دي چې د پوځ شمېره به دومره لكونو ته ورسوو او له پلاني كنډك سره يې د دومره وسلو مرسته وكړه، حال دا چې د هېواد ملي اردو ته داسې ټوپكونه وركړل شوي چې له څو ډزو وروسته كار نه وركوي يا مرمۍ بندوي او يا هم ګرمېږي. چې په وخت كې د ملي اردو سرتېري نه شي كولاى چې د جګړې په ډګر كې مقاومت وكړي.

د ابراهيم په نوم يو ليكوال د بېنوا په برېښناپاڼه كې د ((آيا په دې وسلو افغانستان ساتئ؟؟؟)) تر عنوان لاندې خپل د سترګو ليدلى حال ويلى، چې د كونړ له والي سره د شېګل ولسوالي ته تللى، په لاره كې د طالبانو له مقاومت سره مخ كېږي خو د ملي اردو هر سرتېرى وروسته له څو ټكونو څخه د خپل ټوپك په پوكولو لګيا كېږي او د ځينو د ټوپكونو هم مرمۍ بندېږي، نوموړى وايي چې دا ښه وه چې طالبانو پر موږ باندې له ډېر لرې ځايه ډزې كولې، كه چېرې هغوى نژدې واى او د ملي اردو دا حالت يې ليدلى واى نو كېداى شواى چې په شېګل ولسوالۍ كې د پل د پرانيستو د پټې د پرېكولو لپاره تلونكى والي، قومي مشران او نور ټول كسان به يې ژوندي نيولي و.

نو دا چې امريكايي كارپوهان وايي چې پرته د امنيت له ښه كېدو څخه بهرني ځواكونه له افغانستان څخه نه شي وتلاى، د دوى مقامات استدلال کوي او وايي ترڅو چې په سيمه کې ثبات نه وي راغلي، چې د پوځي حضور کمېدو ته اجازه ورکوي، بله لار نشته.

له دوه زره لومړي کال راپه دې خوا چې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف د حملې په پايله کې د طالبانو رژيم پرزول شوى، اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې تاوتريخوالي ډېر شوي دي او له همدې کبله په امريکا او اروپا کې له دې جګړې سره ولسي ملاتړ مخ پرکمېدو دى.

 د کورني امنيت او پخلاينې په چارو کې د ولسمشر کرزي سلاکار محمدمحسن ستانکزى وايي، له افغانستان څخه د لويديځو ځواکونو د وتلو بيه به په افغانستان کې د هغوى تر شتون زياته وي.

هغه زياته کړه د قواوو تر وخت مخکې او په بيړه وتنه به هماغسې تېروتنه وي چې امريکا په ۱۹۹۰ لسيزه کې له افغانستان څخه د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته وکړه او د قدرت د خلا په پايله کې اسامه بن لادن او نورو ډلو ته موقع په لاس ورغله، چې په افغانستان او د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې پښې ټينګې کړي.

په دې اوس ټول پوهېږي چې كه چېرې لويديځ ځواكونه همداسې د ګډوډۍ په حالت كې له هېواد څخه ووزي نو په هېواد كې به حالات تر ټولو وختونو ډېر ګډوډ شي. خو كه چېرې د لويديځو ځواكونو د څو كلونو شتون ته فكر وكړو څرګندېږي چې دوى په هېواد كې د ملي اردو د پياوړي كولو لپاره هېڅ هم نه دي كړي كه چېرې دوى افغان ملي اردو پياوړې كړې واى نن به د دوى په نه شتون كې له هېڅ ډول ګډوډيو څخه نه مخ كېدو، نن ورځ زموږ ملي اردو په هېواد كې د ننه د كومې جګړې مقاومت نه لري، سمه او وړ وسله نه لري نو دا ملي اردو به څه ډول د بهرنيو په وړاندې د هېواد دفاع وكړاى شي. كه چېرې دولت په دې سلا وي چې بهرني ځواكونه دې په هېواد كې پاتې شي نو دولت ته په كار دي چې په پوره پاملرنې سره د ملي اردو د ځواكمنتيا لپاره كار وكړي څو زموږ خپله اردو ځواكمنه شي او نور له دې تورونو خلاص شو چې د افغانانو امنيت بهرنيان ساتي او نور به اړ نه و چې بهرنيان په هېواد كې پاتې شي.