د اسوشیټیډ پریس د تازه خبر له مخي د القاعده مرستیال مشر ایمان الظواهري نن یوه نوې ویډیو فیته خپره کړه چی په هغه کي یې اخطار ورکړﺉ چي بارک اوباما به د اسلامي امت پواسطه نسکوریږي .
الظواهری په خپله دغه ۱۰۶ دقیقه ییزه ویډیو کښي چي عنوان یې « لویدیځ او تیاره تونل » دئ ، وایي چي امریکا په یوه نوې دوه مخه څېره کښي راښکاره سوې ده یعني دا چي ظاهرأ موږ [ مسلمانانو ] ته خاندي خو په هغه خنجر مو وهي چي بوش به استعمالاوه . دی وایي چي ستاسو پای به انشاالله د اسلامي امت پواسطه وي او په دې ډول به نړۍ او تاریخ دواړه ستاسو د جنایتونو او درواغو څخه بېغمه سي .
په دې ویډیو کښي « اډم ګدهن » هم ښودل کیږي چي یو یهودیي الاصله امریکایي ځوان دئ او څو کاله مخکي مسلمان سوﺉ او نن د القاعده لوی مبلغ دئ او د ده پر سر امریکا یو ملیون ډالره انعام ایښئ دئ .
ګدهن په خپل پیغام کښي ویلي چي که د امریکا په ډوبېدونکې کښتۍ کي د دیموکراتانو لومړنۍ اووه نیمي میاشتي و ارزوو ، نو و به ګورو چی د روان مرضه یې خلاصون مشکل دئ .
دوی دواړه په افغانستان کښي د طالبانو بریالیتوبونه ستایي او د امریکایي راج زوال پیش بیني کوي .