کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره له انتخاباتو او امنيت سره تړلي مسايل راخستي او له بيلابيلو اړخونو نه يي څيړلي دي.

په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند دا ورځپاڼې لوستي او په لاندني مطلب كې يي رانغاړلي دي.

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر كې د افغان ولس پر وړاندې د ځينو امريكايي چارواكو دريځونو ته كتنه كړې او په ملګرو ملتونو كې يي ددغه هيواد د پخواني سفير په حواله ليكلي دي، چې له ولسمشر كرزي سره مخالفت او د هغه د ګوښه كولو هڅه يوه ستره اشتباه وه.

ورځپاڼې وړاندې ليكلي دي، چې امريكا او كرزى د يو بل منلو پرته بله لاره نه لري او بايد دواړه اړخونه پردي فكر وكړي.

د ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرليك كې دا خبر وركړل شوې، چې امريكا په اسلام اباد كې د سيمې په كجه لوى استخباراتي مركز جوړوي.

ورځپاڼې په دوام كۍ بيا ليكلي ، چې چين په اسلام اباد كې د امريكا د ورځ په ورځزياتيدونكي نفوذ او شتون په اړه انديښنه ښودلې.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې امريكا د استخباراتي ادارو پر بنسټ په افغانستان كۍ د ايران لاس وهنه څيړلې او ليكلي، چې دغه هيواد په افغانستان كې د مداخلې حق نلري.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زياته برخه له سي ان ان ټلويزيون سره د ولسمشر كرزي مركې ته ځانګړې كړې او د ښاغلي كرزي په حواله يي ليكلي، چې افغانان د انتخاباتو په بهير باور لري خو له بده مرغه نړيوالې رسنى دې مسـالې ته لمن وهي.

ورځپاڼې ددې مركې يوه بله برخه هم راخستې او پكې د ښاغلي كرزي په نقل ليكل شوي، چې يوازې د بهرنيو سرتيرو زياتوالى نه بلكې اقتصادي وده، د حكومت د وړتياو زياتول او د سيمې د هيوادونو د باور جلبول د افغانستان ستونزې اوارولى شي.

ورځپاڼې بيا هم پخپله سرمقاله كې د انتخاباتو په وړاندې د ځينو بهرنيو كړيو دريځونو ته كتنه كړې او ليكلي دي، دغو كړيو خو د انتخاباتو په ورځ د ډاډمن امنيت ژمنه خو پوره نكړاى شوه خو كومو خلكو،چې په انتخاباتو كې د سر په بيه برخه اخستې اوس د هغوې د رايو درناوې هم نه كوي.

ورځپاڼې وړاندې له دې كړيو نه غوښتې دي، چې د درغليو تر نامه لاندې روانه ډرامه پاې ته ورسوي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې په يو مطلب كې د ملي شورا د وكيلانو د غير حاضرى مساله راخستې او هغه يي يو داسې زوړ درد بللې، چې د ورځپاڼې په وينا هيڅ دوا نلري.

ورځپاڼې پخپل يو څيړنيز مطلب كې د افغانستان په شمال كې د وسلوالو فعاليتونه څيړلي او ليكلي دي، چې دغو سيمو ته په سلګونو بهرني وسلوال ورغلي دي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د بهرنيو سلاكارانو فعاليت ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې په ميليونونو ډالره بهرنى مرسته ددغو سلاكارانو جيبونو ته غورزيدلې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې حالات راخستي او له بيلابيلو اړخونو يي څيړلې دي.

انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د ناټو د قومندان په راپور تبصره كړې او ليكلي، چې دده لخوا د ستراتيژۍ د بدلون غوښتنه پدې معنې ده، چې د ناټو پخوانۍ تګ لاره ناسمه وه.

اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د اوباما د وروستو څرګندونو ځينې برخې راخستې او د هغه په حواله يي ليكلي، چې القاعده په افغانستان كې پراخ شتون نلري.