کور / نوميالي / د ارواښاد عبدالهادي ريشا لنډه پيژندنه

د ارواښاد عبدالهادي ريشا لنډه پيژندنه

ارواښاد عبدالهادي ريشا


 خدای بخښلي ارواښاد عبدالهادي ريشاء د هيواد وتلی او دردمن شاعر او ولس بې پرې  ليکوال چي د کوچني اختر په لومړی ورځ (  ۲۰ سپټمبر ۲۰۰۹ )په کراچي کي په حق ور سېد او په کندهار کي خاورو ته و سپارل سو، خدای دي جنتونه ځای کړي .


 


د ارواښاد لنډه پيژندنه :


عبدالهادي ریشاء د حاجي عبدالغني هوتک زوی ، په خپل پلرني ټاټوبي (دکندهارښار د دریمي ناحیې د(ملاګلداد) په کوڅه کي ) په ۱۳۰۵-لمريز هجري کال دې نړۍ ته سترګي ړني کړي دي .


 


ښاغلی رشا صاحب وايي چي دالف-بې سېپاره مور ورته ویلې ده او پر لمانځه باندي یې هم درولئ دئ ؛ څه دېني کتابونه ماما او فارسي ورور ورته وويل ؛ بل ورور د خط او حساب دزدکړي دپاره پنسل او کتابچه پلاس کي ورکړه ، نور یې نو پخپله و خصوصي مطالعې ته ملا وتړل . ژوند یې اکثره دتجارت په مختلفو برخو کي تېر سوی دئ . د ژوند په نورو برخوکي له د زيات شمېر لکه د يات شمېر افغانانو غوندي ډیري سړې و تودې پر راغلي دي .


 


دکندهار دښاروالۍ په انتخاباتو کي د دریمي ناحیې منتخب وکیل وټاکل سو، خو څنګه چي یې د ښاروال او نورو وکیلانو سره دخلګو د ګټو پر سر وخوړل او هم یې دښاروالۍ چاري د ښاریانو په ګټه نه بللې ، نو له وکالت څخه مستعفي سو. د جبههء پدر وطن په مو‌سسه کنګره کي کندهاریانو وکابل ته ولېږئ، هورې ددې لوی مجلس په غړو کي شامل و. په درو لویو جرګو کي یې دکندهار دخلګو دخوا استازيتوب کړئ دئ . همدارنګه یې دقبایلو په عالي جرګه کي دکندهار نمایندګي درلودل . دپارلمان په اولسي جرګه کي د کندهارد ښار دڅلورو ناحیو دخلګو له طرفه د رایو په اکثریت وکیل وټاکل سو او په اولسي جرګه کي د تجارت د کمیسیون غړی وټاکل سو .


 


په سنا کي یې دسنا د مجلس دمجلې د ژباړن په توګه هم دنده ترسره کړه . دسولي د جبهې د مو سسې کنګرې په غړو کي یې ګډون درلود ؛ ورپسې د سولي د جبهې دغړو له خوا د لمړي مرستيال په توګه وتاکل سو. په ولسي جرګه (پارلمان) کي د ټولو مخالفو ګروپو او اتحادیو له طرفه مشر او ریس وټاکل سو، دوی دا دمشرتوب دنده تر آخره وښاغلي ریشاء ته سپارلې وه.


 


په ولسي جرګه کي به ریشاء تل په ټولنيزو مسایلو کي د ملت پله نیولې وه ، تل به یې د ملت د ګټوساتنه او دفاع کوله . دحکومت اوحکومت پلوه وکیلانو په وړاندي ولاړ و،او هغه وخت يې ويناوي په پرله پسې توګه د وخت په مطبوعاتو کي خپرېدلې .


 


( ښاغلی ریشاء حزبي نه دئ،په هیڅ ګونداو تنظیم کي غړیتوب نلري،دحق اوعدالت ملګری دئ )


ریشاء د تجارتي سفرونو په لړ کي و ایران، عراق، پاکستان، هنداو هانګ کانګ تللئ دئ او د جبههء پدر وطن په یوه رسمي سفر تشکند ، بخارا ، سمرقند ،مسکو او لیننګراډ ته هم تللئ دئ .


ښاغلی ریشاء د ۱۳۲۶ ل راهیسي په شعر ویلو خوله او قلم پوري کړئ دئ .


 


نوموړي دهغي لیونۍ میني له رویه ، چي خپل د هیواد، خلګو ، ژبي او فرهنګ سره یې لري، هیڅکله ځان ندئ سپمولئ او تل يې هڅه کړېده چي ددې خپلو خلکو او ټولني ته خپله معنوي پانګه ډالۍ کړي .


ښاغلی ريشاء د څو تېرو کلونو راپه دې خوا د پاکستان دکراچي په ښار کښي هستوګن و نوموړی د ۲۰۰۹ کال د سپټمبر د مياشتي پر ۲۰نېټه د ورپېښي ناروغۍ له مله په حق ورسيدئ ، روح دې ښاد وي .


 


چاپ سوي اثار
١_پټي کرږي)- داشعارو لومړۍ مجموعه – ۱۳۷۳ل-کراچي
٢_بېوسي )- د اشعارو دوهمه مجموعه – ۱۳۷۴ل – کراچي
٣_خواشینۍ) – بېلابېل مطالب- ۱۳۷۷ل – کراچي
٤_ (خروښ ) – کوچني مطالب – ۱۳۷۹ل –کراچي
٥_په افغانستان کي پردي لاسونه)-سیاسي تحلیل (۵۰)جلده فوټوکاپي ـ ۱۹۹۷ز-کراچي
٦_کرښپل )- لنډ مطالب – ۱۳۷۹ل – کراچي
٧_ (یاغي اندېښنې )- رباعیات – ۱۳۸۰ ل کراچي
٨_ ( بېړنۍ لوجرګه )- ۱۳۸۰ل – کراچي
٩_ ( دکندهار ښار )- ۱۳۸۱ل – کراچي
١٠_ (افغانستان چا خراب کئ؟) – ۱۳۸۲ل – صحاف نشراتي موسسه
١١_ ( دپښتو اصطلاحاتو یوه برخه) – ۱۳۸۲ – کراچي
١٢_ ( ښځي او اقتصاد)- ۱۳۸۲ ل -کراچي
١٣_ ( کان طلا)- ۱۳۸۳ل- کراچي
١٤_ ( دپوښتنو جوابونه )-لمړۍ برخه- ۱۳۸۳ل- کراچي
١٥_ ( دپوښتنو جوابونه )- دوهمه برخه- ۱۳۸۳ل – صحاف نشراتي موسسه
١٦_ ( دپوښتنو جوابونه )– دریمه برخه – ۱۳۸۳ل – صحاف نشراتي موسسه
١٧_ ( د ارواښاد عبدالشکور رشاد په یاد )- ۱۳۸۳ل – کراچي
١٨_ ( ګدړۍ )- د خپرو سوو نوشتو څخه ګل ګل – ۱۳۸۳ل – کراچي
١٩_ ( سپیني خبري )– ۱۳۸۴ل کراچي
٢٠_ (بېلابېلي متعددي مقالې او اشعار په جرایدو کي هم نشر سوي دي)


 


ناچاپ آثار:
١_ (مړانه) دیوې حادثې حقیقي جریان –
٢_ (متلونه) تقریباً( ۳۰۰) متلونه په یوه پنڅوس پاڼيزه کتابچه کي
٣_ ( بد شګون- بد فال) شوم او نحس خبري ، چي ښځي عقیده ورته لري . په یوه کتابچه کي د یوې کوچنوټي کتابخانې سره لادرکه سوه.
٤_ تر سلو ډېر شعرونه


د شعر بېلګه :


 د نوموړي مرحوم  د پټي کرږي  په نوم د اشعارو د لومړی مجموعې څخه په دغه لاندي شعر کي خپلي  پټي کرږي   داسي بيانوي  :


 


پټي کرږي


دابــد دپـاره پاته سـوې په مــړو کـي پټـي کـرږي
څوک يې  نسي اورېدلای په قبرو کي پټي کرږي


لا بـه پاتـه وي پـه زړوکـي د وتـو کـابـو يـې نسته
لا نـامـراده دي پرتـې په تـللو زړو کي پټي کــرږي


مـاليـــدلـي اورېـــدلــي  د بي بيانو ســوي کــرږي
تر ليدو ډيـري خـاموشي په سينو کي پټي کرږي


چي په سترګو ليدل کيږي سرشکونی مخ شکونی
هسي کـله ليـدل کيـږي پـه مغــزو کـي پټي کـرږي


چــي مـجـال د سـوو کـرږو يـې پـخپله پيـدا نــــکړ
نـــو بــه کـم غــوږونـه اوري په سړو کي پټي کرږي


نــن کـه کرږي په قبـرو او به سينوکي سولې پټي
په تاريخ کي به ښکاره سي په فلمو کي پټي کرږي


هغـه پـټ نــامـراده زړونـه ريشاء نســي لـــڅــولای
چي يې واوروي جهان ته په شعرو کي پټي کرږي