کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغان اوسني بحران نه د وتلو د حل لاره

د افغان اوسني بحران نه د وتلو د حل لاره

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغان اوسني بحران نه د وتلو د حل لاره!

ایا – دوهم ځل ټولټاکني ، لویه جرګه ، تقلبی دولت اوکه نګرانه اداره ؟؟

پردې حقیقت هیڅوک سترګي نه سي پټولاې چي افغانستان پسله له ټولټاکنودیوه ژوربحران خواته روان دې . ځکه په ټولټاکنو کي پراخ تقلب ددي پرځاې چي دملت باوراواعماد پردولت پرټول ټاکنو، پرنړیواله ټولنه اودانتخاباتوپرکمسون زیات کړې برعکس خلګ یي پرټولټاکنو، پردیموکراسې ، پرنړیواله ټولنه ، اوسنی دولت ، دانتخاباتوکمیسون اوسنی پروسه لازیات ناهیلی اوبي باوره کړ . داناهیلی کیداې سی اوږدې جګړې ته زمینه برابره کړي . ځکه په ټولټاکنوکی تقلب عام ولس ته نوره دیوه مسبت بدلون لاره ډب کړه ، اوس که افغانا ن اوکه نړیوال غواړي چی دمسلي یورښتینی حل راوباسې اویا نړیواله ټولنه دیوه ستربحران مخنیوې خیال لری اویاپخپله افغانان غواړې اویا زموږدولس مشرﺉ ته نوماند شخیصیتونه دې ملت صادق وې اوملې ګټي ترخپل ځان اوخپل ملت لوړي نه بولي نه ځان اونه ملت ته مشکلات جوړوې باید دبحران په حل کی مرسته وکړې . ځکه موجوده بحران ډیرساده نه دې همدااوس ترټولټاکنووروسته دمنطقي دهیوادونوولاس وهنی ته په پراخه پیمانه لاره پرانیسته ده چي مثال ېې دټولټاکنودنتیجوتراعلان مخکي دځینوګاونډیانولخوا وکرزې ته مبارکې ورکول وه . همدارنګه دابحران کیداې سې افغانستان یواربیا دمنطقی دهیوادو، ناټو، امریکا ، اواروپا ترمنځ دسیالې ډګرجوړکړي ستړې اوجنګ ځپلې افغانستان په هرحال نه ددې سیالې توان لرې اونه هم داسیالې دافغانانواونړیوالو اونه دمنطقوی هیوادوپه ګټه تمامیداې سي ، افغانستان دمنطقی دهیوادودوستی ته ضرورت لرې نه لاس وهنوته خوباید یاد ولروچي کله دلته دامریکا پالیسي ماته خورې اویاهغوي مایوسه کیږې لاس اخلي لکه دمجاهیدنوترقدرت وروسته چی یي افغانستان یوازې پریښودې دموقع نه په استفاده بیاخودمنطقي هیوادونه هم یوتربله تربګنې راپورته کیږې افغانستان به بیا ددوې په لاس روزولوډانګیانودجګړومرکزوي .همدا دګاونډیانودناځوانمردانه سیالې اولاس وهنونتیجه وه چي یوځل ېې و روسانو اودوهم ځل ېې امریکایانوو افغانستان ته دراتلوبهانه جوړه کړه دځیینوزړوتنظمیونو مشرانوچي هغوې هم په فکرې لیحاظ اوهم په مالې لیحاظ دځینوګاونډې هیوادواویا منطقوې هیوادوسره تړلې اوحمایه کیږې همدااوس اوس ولسمشرکرزې قصدا دامریکا مقابلې ته وهځاوه . که چا دکرزې داطلاعاتوفرهنګ وزیر اویا دامریکا دپخوانی نماینده خلیل زاد مصاحبی اوریدلې وې پوهیږې چی ورورودکرزې داداري اوامریکا ترمنځ فاصله یوی خطرناکي مرحلی ته ننوزې داکار به دکرزې دقدرت دبیا ترلاسه کولودپاره په لنډ مهال کی ګټوره وې خوداوږده مهال دپاره ډیره خطرناکه ده کاشکی زموږګاونډیانودومره زړسوې درولوداې چي موږته په حقیقی ډول لاس راکړیوای دوې همیشه دلاس پرځای لستوڼې راکوې اوموږترخوږ ګوته نیسي موږترخپلوستراتیژیکو ګټوقربانی کوې اودا کارځوواره تجربه سویدې ، اوسني بحران خوپه حقیقت کی دافغانستان بحران اوستړیاوې نورې هم پراخوې اونوره پیچلتیاوربخښي چی په هیڅ صورت زموږ دملې ګټو په خیرنه بلکه سراسر په تاوان ده .

اوس ددی ستونځی نه دراوتلودحل کومه لاره اسانه اومسبته ده ؟

لومړې : بیا ټولټاکنی ، دوهم لویه جرګه ، دریم یوتفلبي دولت ،ځلورم نګرانه اداره !

اوس به راسودې حقیقت ته چي کوم یوپه موجوده شرايطوکي بیرته دافغانستان دخلګو، باوراواعتماد پرسوله ، پردیموکراسي ، پرنړیواله ټولنه ، ټولټاکنو، اوروانه پروسه منځ ته راوستلې سي .

الف : بیا ټولټاکنی: – لومړﺉ بیا ټولټاکنی به ډیري امنیتی ستونځي هم دملت ،هم دنړیوالې ټولنی اوهم ددولت دپاره ایجادکړې . دوهم : -وبیا تقلب ته نوره زمینه برابرولاې سې چي ددوهم ځل تقلب نه نورپه کا مل ډول دملت داعتمادله ریښی دټولنی له منځه راوباسی . ملت په موجوده شرایطواوموجوده دولت ترسیور ي لاندې بیا ټولټاکنوته زړه نه ښه کوی اونه فعلا باورپه کوې خصوصا دښاغلی کرزې دادارې په موجودیت کی څوک تضمن کولاې سي ځو ک باورلرلې سې چی بیا به تقلب نه کیږې .

ب : لویه جرګه : په اوسنیوشرایطوکی لویه جرګه لاندې مشکلات لرې الف په اساسی قانون کی دلوې جرګی درابللوصلاحیت دوخت ولسمشرته ورکول سویدې اوس دولسمشر وخت پوره دې اودهغه قانونی صلاحیت ترپوښتنی لاندې دې نورنوماندان به دکرزې لخوارابلل سوې جرګه ونه منې ب : دلوي جرګی ترکیب په اوسنیوشرایطوکی بیا هم داوسنی دولت درې ګونی قواوې دې چي بیاهم مشکل نه سی حل کولاې اونه هم دملت اونوماندانوباورترلاسه کولاې سی .

دریم تقلبی دولت : دداسی یوه تقلبی دولت باندې چي تقلب اوټګي یی خلګوپه ټول افغانستان کی دسرپه سترګولیدلی دې اوحتی داروپا اتحادیی ، خبرې اژانسونو . ملت ، کاندیدانوحتي پخپله کرزې ټول دهغه نه سرټکوې . که دتقلب دلارې یا دتقلب اورشوت په زوریودولت جوړهم سي هغه به ډیرکمزورې اوتقلبی دولت وې په داسي حال کي ګران افغانستان په اوسنی حاسه مرحله کي یوقوې اوغښتلې اودخلګودملاتړنه برخورداره دولت ته ضرورت لرې نه یوه موړژواندې اوددغلیواوخیانتوډکي ادارې ته لکه دااوس چې موجوده ده که داسی یودولت پرقدرت پاته سې اکثریت ملت به دخپلی ناهیلې نه دمسلح مخالیفینوخواته مخ واړوې اوددولت اونړیوالی ټولنی له همکاری به لاس په سرسی جګړه به نورهم توده سی ، اوډیرمالې اوځانی تلفات به هم دولت ، هم ملت اوهم نړیوالی ټولنی ته متوجه سی .

ج : نګرانه اداره : که چیرې دنړیوالي ټولني په ملاتړ دملي باوردبیا ژوندې کولویوه بی طرفه افغاني کنفرانس دلارې یوه نګرانه اداره په لاند ي شرایطودیوی مناسبی مودې دپاره رامنځ ته سی .چي شرایط یي داوې :

لومړې : ددی ادارې مشر اودکابینی غړې به مسلکی خلګ وې .

دوهم : دنګرانی ادارې غړې به حزبی ،تنظمي اودکانیدیانوله کمپاین نرانونه له جملی نه وې

دریم : دنګرانی ادارې مشر معاونین اوحتی وزیران به تعهد کوي چي په راتلونکوټولتاکنوکي به نه پخپله ځان ولسمشرې ته نوماند ه وې اونه به دکوم نوماند ملاتړکوي.

ځلورم ددي اداري غړي باید په جنګی جنایاتولړلي نه وې. دنګراني ادارې دمنځ ته راتلوګټی په لاندې ډول دې .

‎* : ټولټاکنی به شفافی وې .

‎* : کوم دولت چی دشفافوټولټاکنوپه نتیجه کی منځ ته راځې پرهغه به دخلګوباوروې .

*: کیداې دیوی بې طرفه ادارې ترسرپرستی لاندې مسلح مخالفین هم دسولې لورته تشویق سې اوپه ټولټاکنوکی برخه واخلې.

*:- دډیرومالي اوځانی تلفاتومخه به نیول سوی وی اوخلګوته به دبیا باورراواعتما د یوچانس لاپه لاس ورکول سوی وې .

* :- دپراخ تقلب مخه به نیول سوې وي .

*: ـ دامنیتی لیحاظه به یوه مناسبه فضا دټولټاکنودپاره برابره سوی وې .

*:ـ- دټولټاکنو پرموجوده کمیسون به ددولت سره دنږدې والی اووابستګی بدګمانی به هم له منځه تللي وې .

*:- دیوه مناسب موسم اوهوا دپاره به هم زمینه برابره سویوې .

* : ـ دپارلمان لخوابه دټولټاکنوقانون اولایحي هم تصویب اوځینی ټګی به ېی اصلاح سوې وی .

* : – دیوه بی طرفه کمیسون دټاکلودپاره به هم لاره هواره سوې وي .

* : ـ په ملت کی به موجوده اختلافات اوتاوتریخوالی ، اوهغه قومی تعصبانوکوم چي ځینې کاندیدانوپه په ټولټاکنوکی دخپلوشخصې ګټودپاره کاروله هم تریوه حده ساړه سوي وې .

یادښت : په نګرانه اداره کي هم دولسمشرکرزې حثیت ساتل کیږې . اوهم دنورونوماندانودزړسوې اوملت پالني اووطن دوستي حقیقی مخ راښکاره کیږې . اوهم به په راتلونکوټولټاکنوکي دخلګودراېې اوارادې احترام ساتل سوې وې اوتریوحده به دروان بحران مخه نیول سوې وې . په صورت کي یوقوې اوغښتلې ټاکل سوې چي دخلګوپراخ ملاتړولرې کولاې سي چي هم دناټودقواؤ دخوسره یوپه مهارولوکې اوهم دداخلې ادارې فسادپه کنترولواوهم دمخالفینوپه سره په پخلاینه کی مرسته وکړې اوکه نه همدا حال همدا احوال به وې وسلام .