ميدان وردګ : تېره شپه امريکايانو ملکيان په نښه کړل

د لراوبر اداره | سپتمبر 26th, 2009


وردګو كښي امريكايانو تېره شپه په يوه كور بريد كړئ؛ چي د کورنۍ پلار او زوي يي دواړه ور وژلي دي .

دغه پېښه د وردګو ولايت د سيداباد ولسوالي د چهاردهي په كلي كښي تېره شپه رامنځته شول .

كليوال خلك راغلي او د امريكايانو لخوا د وژل شوي مسعود او د هغه د زوي هارون مړي يې ولايت ته ور وړي او د والي د دفتر په وړاندي يي اچولي وو .

كليوال وايي چي دوي په دې خاطر د وژل شوي كسانو جسدونه د ولايت مخي ته راوړي چي دا ملكي وګړي امريكايانو وژلي خو د امريكايانو او دولتي چارواكو له خولې څخه ويل شوي چي دوي ته د مسعود او هارون په اړه راپورونه رسيدلي ول او په همدې خاطر يې وژلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024