د زندان او ګورستان بنديان
ټول په دې پوهيده چې زه له يوې انجلۍ سره ډېره مينه لرم ،اوهغه هم زماسره زياته مينه کوي خوبيا هم دې ټولو ځان ناخبره ګاڼه ،اوهره ورځ به يې راته دواده خبره کوله چې ستالپاره موږ يوه انجلۍ ليدلې اوغواړو چې ستالپاره يې وغواړو،موربه مې ويل : هو ډېره ښايسته ده،چاغه هم ده اودکورپه کارونه کې هم چسته چالاکه ده،خو ماته دمور خبرې داسې ښکاريدي لکه پرماچې يوڅوک ملنډې وهي اومابه بيا يوځلې دخپلې ګرانې سوچ اوفکرکاوه ، له ماڅخه لاره ورکه وه،نه پوهيدم چې دکور وګړې څنګه پوهه کړم ترڅو ماته دمحبوب کاکا لورکوژدن کړي ځکه چې موږ له يوبل سره ډيره مينه کوو،پښتانه يو اودا خبره راته يوغيب ښکاريده چې څنګه زه اوس مشرانوته ووايم چې زما خوښه شوې انجلۍ څوک ده؟ ترڅو ماته هغه وغواړي .
محبوب کاکا زموږ ګاونډى وه،هغه يومعليم وه اوپه نږدې مکتب کې شاګردانوته درس وايه ،مادهغه دلور لپاره دهغه هم زيات قدرکاوه اودمحبوب کاکا په زړه کې مې ځانګړى درلوده اودهمدې له امله ماهغه ته دمعلم صيب پرځاى کاکا ويل ، هغه هم رب پرما ډېرمهربانه کړى وه اوهروخت به يې چې له ځانه سره کوم څه کورته راوړه، نوخپلې لورګلشن ته به يې ويل ورشه درويش ته غږ کړه چې راشي اودلته زموږ سره کيني .
ګلشن هم ډېره هوښياره وه اودپلارپرمخکې به يې ماته بيخې کتل هم نه اومابه هم ځان ډېرکنټرول ساته ترڅو له خولې څخه مې کومه خبرونه وځي دهمدې لامل ؤ چې دمعليم په مخکې مې ډېرې خبرې نه کولي ځکه دهغه هم زما دا خوى ډېرزيات خوښ وه .
يوه ورځ چې دژمې شپې ورځې وي او زموږ دکلې مکتب ديخنۍ له امله رحصت شوى وه،پلارمې راته وويل : درويشه زويه ! نن زه اوستا مور دهغې انجلۍ کورته ځو،کومه چې زموږ ډېره خوښه ده اوستالپاره يې غواړو،زه په دې خاطرچې پلارته خپله معشوقه نشم ښودلى ورته وايم پلاره : زه له ورکوټى يم زه اوس واده نه کوم لاخو وخت شته په دې وخت کې مې مور زما خبرې راپرې کړې او ويې ويل : درويشه زويه ! پرما دې زړه دردنه کوي چې په يواځې ځان دکورټول کارونه کوم اوکله،کله چې ته اوپلاردې په کورکې نه وي ټوله ورځ يواځې په کورکې ناسته وم پريږده چې ما اوپلاردې ولاړشو اوستالپاره هغه انجلۍ وغواړو .
دمور ددې خبرو سره زه بې ځوابه شوم هغه دچاخبره په چال کې راګيرشوم حيران وم چې له کومې لارې څخه کارواخلم چې مور اوپلارمې زمادريشتې کولو لپاره دمعليم صيب کورته لاړشي اوماته دې ګلشن وغواړي .
له ډېرسوچ اوفکر وروسته دخپل ملګرې واصل خواته ورغلم او ورته مې ټوله کيسه وکړه چې په امتحان کې ګيريمه اوڅه وکړم ، واصل سمدستې راته چل وښوده چې ورشه دګلشن څخه دهغې يوتصوير وغواړه اوهغه پخپل کورکې وغورځوه ترڅو ستامور اوپلار پوهه شي چې ته له ګلشن سره مينه کوي .
زه هم بې له کومه ځنډه دګلشن کورته ورغلم اودهغې څخه مې په ډېرچل اوهنر دهغې دسالګرې تصويرچې دوه کاله وړاندې ويستلى وه واخيسته اودخپل کور دنغري سره چرته مې چې مورديګ کاوه وغورځاوه .
زما مور يوه کليواله ښځه وه،زه اوس دنندارې لپاره دخپل استراحت په کوټه کې ناست وم چې زما مور به تصويراخلي اوپوهيږي به چې زه له ګلشن سره مينه کوم اوزما لپاره به هغه وغواړي .
زما په وجود يوډول دويرې خوله راغلې وه نه پوهيدم چې اوس به څه کيږي خومورمې چې کله تصوير راوخيسته اودخپل ټيکرې په پلويې خيرې ورپاک کړل ويې ليدل چې دمحبوب کاکا لورده،ژريې غږ وکړ. درويشه زويه : ته راشه کنه تاته يوڅه ښايم هله ژر راشه!
ماهم ځان ناګاره کړ او له ډېرې تيزې دکوټې په کړکۍ مې ورمنډه کړه وايه کنه مورې څه خبره ده ، زويه ته دغه انجلۍ پيژنۍ ماويل هو ! دا خو دمعليم صيب لورده کنه ګلشن ده . مورمې وويل زويه ګلشن زما ډېره خوښه ده او زړه مې دى چې همدا ستالپاره وغواړم، مااوپلاردې دمعليم صيب سره يوڅه خبره هم کړي ستاڅنګه خوښه ده.دمور ددې خبرې سره پرما څه وشول نه پوهيږم چې زه خپله خوشحالي څنګه وکړم،دتيرپه څېرچې به مې مور راته دښځې کولو خبره کوله ماورته ويل چې وړوکى يم داځل داخبره ونه کړه، او ورته مې وويل مورې ستا او دپلارخوښه مې ده، اونورپه يوه منډۀ دخپل ملګرې خواته ولاړم ګورم چې هغه هم دکلې دسيندترغاړي ناست اوپه اوبوکې کاڼې غورځوي غږ مې پرې وکړ ، واصله ! وايم اشنا ودې ګټلم هرڅه سم وه خويوآځې موږ سره خپلوکې نه ووپوهه شوې ياره واصله اشنا وايم ستاکارخو کمال وکړ .
شپه شوه او مور اوپلارمې دمعليم صيب کورته زما دريشتې لپاره دهغوى کورته ولاړل. زه يواځې په کورکې وم خومادخوشحالۍ څخه ديواځيتوب هيڅ احساس نه کاوه اوپه دې تلوسه کې وم چې مې مور اوپلار ژر راشي اوزما اودګلشن دکوژدې زيرې راباندې وکړې .
ياديږي راته دشپې يوولس بجې وې چې دکوردانګړدروازه وټکيده زه هم په يوه منډۀ دروازې ته ورغلم او ژرمې دروازه خلاصه کړه ګورم چې پلاراومور مې دواړه راغلل ومې ويل ستړې مه شي .مورمې زما دستړې مه شې څخه مخکې وويل درويشه زويه مبارک دى شه ستا اودګلشن ريشته مو وکړه .
مورته مې دډېرې خوشحالۍ څخه ورغاړي وتم او ورته ومې ويل ستاسې دې مبارک شه پلارمې وويل بس اوس اوده شي سهاربه بيا نورې خبرې کوو .زه هم ډېرپه تلوسه کې وم چې يوځل بياهم ګلشن وګورم اوهغې ته مبارکي ورکړم.سهارشو اوزه هم دکوڅې په سرکې څوځله تيرشوم که ګلشن له کوره بهرشي چې دخوشحالۍ يودوه خبرې ورسره وکړم اوزمااودهغې دريشتې مبارکي ورته ووايم چې په دې وخت کې مې دبنګړو شور واوريده، زردکوڅې کونج ته ولاړم اوغږ مې وکړګلشن زه يم مبارک دي شه زما اوستاريشته شوې هغې بې له کوم ځنډه راته وويل ستادې مبارک شي هغه هم ډېره خوشحآله وه او ويلې خداى دې دهرڅه ارمانونه پوره کړي .
موږ په همدې خبروکې وه چې دټوپک ډز وشو دغه ډز زما اودګلشن لپاره دبيليدو ډز وه.
هو ډز په معليم صيب وشو اودهغه وراره پرې وکړاوله په دې وجه چې معليم صيب خپله لور ګلشن هغه ته ورنکړه معليم صيب يې وواژه اوله هغې وروسته دهغوى کورته راغي او زه ماورته دبې وسې په سترګه کتل اوهغه ګلشن لومړى دلاسه ونيوله چې له ځانه سره يې يوسي خودهغې دانکارپه صورت کې هغه هم په ټوپک وويشته اوپه دغه وخت کې زه په ځان پوهه نه شوم اودګلشن خواته مې ځان ورساوه او ژرمې ګلشن په غيږ کې واخيسته ماويل نه ته نشې مړه کيداى خوهغې نوره وفا نه کوله او له دې نړۍ رخصته واخيسته ګلشن زما په غيږکې وه چې دهغې چالکه تره ځوى پوليس راوستل او زه يې دپوليسو په لاس کې ورکړم چې ګوندې دهغې پلار اوهغه ماوژلى پوليسوهم بې له کومې پوښتنې لکه چې ښه ډېررشوت يې خوړلى وي راته يې دغمربندسزا راکړه هو عجيپه وه چې له ډېرې مودې وروسته دارمانونو دپوره کيدو په وخت کې زه په ژوندپه زندان کې بندي اوهغه په مرګ په ګورستان کې بندي شوه .
موږ دواړه يودزندان اوبل دګورستان بنديان شو !!!