ننګرهار : د ملکه ثریا دعالي لېسې نوې ودانۍ پرانيستل شوه

34 | اکتوبر 18th, 2009


دننگرهار ولایت: نن دتلى دمياشتي په۲۶ نيټه، دننگرهار ولايت د بهسود ولسوالى دملکه ثریا دعالی لیسی نوی ودانى دنوموړی ولايت دپوهنى رياست دمسئوولینو لخوا په داسى حال كى چى دسيمى ولسوال، قومی مشرانو، استادانو او شاګردانو ګدون درلود دپټى په پريكولو سره پرانيستل شوه.

دنوموړى ښوونځى تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی د ولایتی بیارغاونی تیم په مالي مرسته ۸۵ زره امريكايي دالرو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړه شوى، چى ۸ درسی خونی، ۴ ادارى خونى، دابو څښكلو ژور څاه، ۶ تشنابه او نور ضروري ملحقات لری.

د يادونی وړده چی دملكه ثريا په ليسه كي ۲۵۰۰ تنه انجونى په زده کړه بوخت دى چى دياد شوى تعمير په جوړه ولو سره به د زده كوونكو ستونزى د درسى ټولګيو دنشت والى له امله ليرى شى.

Copyright Larawbar 2007-2024