کور / تازه خبرونه / پښين: شاعر عبدالكريم عادل په ټرافيكي پېښه كې مړ شو

پښين: شاعر عبدالكريم عادل په ټرافيكي پېښه كې مړ شو

كوټې ته نيژدې د پښين سيمې يو شاعر عبدالكريم عادل د تلې د مياشتې پر څلورمه نېټه په يوه ټرافيكي پېښه كې مړ شوى دى.

څلورپينځوس كلن عبدالكريم عادل په ۱۹۵۵م كال د پښين سيمې شمال ختيځ لوري ته په دېرش كيلوميټرۍ كې د برښور سيمې په توخۍ كلي كې د ملا غلام محمد په كور كې زوكړى و. عادل له ۱۹۹۰م كاله راهيسې پر شعر ويل پيل كړى و، چې تر دې مهاله يې ګڼ شمېر شعرونه ويلي و او په ګڼ شمېر ادبي غونډو، مشاعرو او ولسي شعري بنډارونو كې يې برخه اخيستې وه. نوموړي د تېرې شنبې په ورځ له پښين سيمې څخه په څلور كيلوميټرۍ كې په يوه ټرافيكي پېښه كې خپل ژوند له لاسه وركړي. عبدالكريم عادل له تېرې څه مودې راهيسې په پښين سيمه كې د پياوړي ليكوال په نامه په يوه ادبي ټولنه كې ادبي فعاليت كاوه.

عبدالكريم عادل په دې وروستيو كې له پښين څخه د يوۀ كيلوميټر په فاصله ختيځ لور ته په لمړانو كلي كې ژوند كاوه او د ښوونكي دنده يې تر سره كوله. د دۀ د ادبي ملګرو په وينا چې نوموړي يوه ټولګه شعرونه لرل خو لا چاپ شوي نه دي. د ارواښاد عبدالكريم عادل شعرونو تر ډېره پورې طنزيه او ولسي بڼه لرله. عبدالكريم عادل له دوو مېرمنو څخه- چې يوه يې پخوا لا مړه ده- درې زامن او څلور لوڼې تر شا پرې ايښي دي.
……………………………………………….

تبصره نسته

  1. خدای پاک دې عادل صیب وبښي او کورنۍ او خپلوانو او خواږو ته یې د زړه صبر غواړم

  2. خدای پاک دې عادل صیب وبښي او کورنۍ او خپلوانو او خواږو ته یې د زړه صبر غواړم

  3. الله (ج) دې عادل صیب وبخښي او کورنۍ او خپلوانو او خواږو ته یې د زړه صبر غواړم د لویه ربه غواړم
    بد بختانه موږ د خپلو مسلنانانو او پښتنو وړونو سره په ښخولو او فاتیه کی ونډه نسو اخیستلای
    اخیر دا نوبت موږ ټولو ته ګوری

  4. الله ج دې عادل صیب ته جنت فردوس په نصیب کړي.
    د نوموړي مړینه د پښتو ادب لپاره یوه ضایعه ده.
    زه د ادب ډګر ټولو کسانو او ارواښاد کورنۍ ته د جمیل صبر غواړم.
    په درنښت

  5. ADEL saheeb ta de ALLA J janatona war kre aammeen som aameen
    mata sawal peda shawaee che da waqean yawa tarafekii pesha wa aw ka da pashtano da doshmanano jora kare trafekii pasha

  6. مرحوم عادل ته دلوى الله(ج) له درپارڅخه دفردوس جنت غوښتنه کوواوپاته کورنۍاودسهيلي پښتونخواټولوفرهنګيانوته دتسليت مراتب وړاندي کوو.