پښتونخوا : د امن د کميټې مشر په ځانمرګي بريد کي ووژل سو

د لراوبر اداره | سپتمبر 28th, 2009


دپښتونخوا دبنو ضلعې سره پيوست په نيمه قبایلي سيمه بکاخيل کې دامن کميټې په مشر مولانا عبدالحکيم يو ځانمرگي بريد کې دنوموړي په گډون څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
  دپوليسو له مخې دگل په ورځ دبنو دټوچي نالا په سيمه کې دپوليسو ديوې څوکۍ سره نزدې ځانمرگي دبارودو څخه ډک گاډى دامن کميټۍ دمشر عبدالحکيم گاډي سره ټکر کړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
له پيښې وروستو امنيتي ځواکونو سيمه پخپله گيره کې اخستې او په سيمه کې وضعيت تاؤژن دى.
 دځايې خلکو وينا ده چې حکومت پلوه قبائيلي مشر عبدالحکيم پوځيانو ته دخپلې ولکې لاندې سيمه کې  شمالي وزيرستان ته دورتيريدلو لاره ورکړې وه.
تيره اوونۍ دبکا خيل سره پيوست نيمه قبائيلي سيمه جاني خيل کې هم دامن کميټۍ په مشرانو هاغه مهال بريد شوى ؤ چې نزدې کلي ته ديوې غونډې لپاره روان وؤ چې په دغه بريد کې ١١ کسان وژل شوي وؤ.
شاوخوا درې مياشتې دمخه په بنو او ورسره پيوست نيمو قبائيلي سيمو جاني خيل او بکاخيل کې دطالب جنگيالو په ضد دامنيتي ځواکونو دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو ځايې قبائيلو دحکومت سره دخبرو اترو وروسته دطالبانو په ضد دامن کميټۍ جوړې کړې وې او ددغو طالبانو په ضد يې پخپله دگامونو پورته کولو پريکړه کړې وه.
هم په بنو سيمه کې دوه ورځې دمخه دپوليسو په يوه تاڼه ځانمرگي بريد کې ١٥ کسان وژل شوي وؤ.
ددغه بريد پړه دپاکستاني طالبانودغورځنگ جنگيالو په غاړه اخستې وه خو دامن کميټې په مشرانو دترسره کيدونکو بريدونو پړه تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نۀ ده اخستې.

Copyright Larawbar 2007-2024