طالبانو د ناټو دوه ټانکرونه وسوځول

د لراوبر اداره | اکتوبر 3rd, 2009


د جرمنی « دویچه پریس ایجنسی » خبر ورکړ چی طالبانو پرون په کندز کی د ناټو دوه د تیلو ډک ټانکرونه وسوځول .

دا ټانکرونه د تاجکستان څخه مخ پر کابل روان وو چی د ښار څخه بهر علی آباد ته نږدې د طالبانو د کمین ښکار سول .

دا هلته د سپټمبر د څلورمی د حملې او سختی بم ورۍ څخه وروسته ( چی نا ټو ۹۹ افغانان له منځه وړي وو ) ډیره لویه پیښه ده .

Copyright Larawbar 2007-2024