پاکستاني پوليسو يو افغان په مرموز ډول وژلئ دئ

د لراوبر اداره | اکتوبر 3rd, 2009


د يو خبر له مخې د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ سبزي منډۍ کي پوليسو تېره ورځ د نجيب الله په نامه يو افغان دغلاپه تور نيولی وو، خوپه محبس کي دغه تن بېګا شپه په نامعلومه او مرموزه توګه وژل سوی دی.دخلګوله وينا چي دی شاي له ډېرو وهلو مړ سوئ وي.

دده مړی د کراچۍ سول روغتون ته د معاينې لپاره يوړل سو، خو ډاکټرانو يې د مړينې علت په ډاګه نه کړ. او نه هم دامعلومه سوه چي دی د افغانستان دکوم ولايت دی.

دیادولووړ ده،چي تردې وړاندې هم داسي ډېری افغانان چي دکارکسب لپاره پنجاب ياسنده ايالتونوته راځي،خودچارواکوله خواپه يوه اوبله بهانه نيول کېږي اوبيادپيسوپه بدل کي له بنده خلاصېږي.

خو ځيني افغانان لا اوس د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کي بېګناه بنديان دي.

Copyright Larawbar 2007-2024