چپرهار : د كوچيانو د ښوونځۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د لراوبر اداره | اکتوبر 24th, 2009


دننگرهار د چپرهار په ولسوالی کی دكوچيانو د ښوونځی دودانی دبنسټ ډبره كيښودل شوه .

دننگرهار ولایت: نن دلړم دمياشتي په ۲ نيټه، دننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالي د دولت زو په سيمه كى دكوچيانو لپاره ديو ښوونځي د ودانې دبنسټ ډبر دنوموړی ولايت دپوهني رياست د رئيس محمد اقبال عزيزي لخوا كيښودل شوه.

د نوموړى ښوونځي تعمير په پاخه او اساسی ډول په يوه پوړکی په دوو بلاكونو كى چى يو يى دانجونو او بل يى دهلكانو دى د ولايتي بيارغاونى تيم لخوا د ۱۷۰ زره امريکايي ډالرو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړيږى چی هربلاك به ۸ درسی خونی، ۴ ادارى خونى، ۱۰ تشنابه، يو حلقه داوبو څښكلو څاه، داحاطى ديوال او نور ضروري ملحقات لری.

ياده دى وي چى د نوى كال دپيل نه په ننګرهار ولايت كى د۳۰ ښوونځيو د ودانيو چاري بشپړ شوى او د ۸۶ بابو ښوونځيو د ودانيو كار جريان لري چى د روان كال تر پايه به يي دودانيو دجوړه ولو كار بشپړ شى.

Copyright Larawbar 2007-2024