( ۸ ) امریکایی پوځیان ووژل سول

د لراوبر اداره | اکتوبر 4th, 2009


اسوشیټیډ پریس د کابل څخه په خپل تازه راپور کی وایی چی طالبانو په نورستان کی پر دوو ګوښه پوستو باندی ناڅاپی حمله وکړه چی په نتیجه کی یې اته امریکایی پوځیان او دوه افغان عسکر ووژل .

خبر زیاتوی چی طالبانو د دوو خواوو څخه پر دغو پوستو شدیده حمله وکړه او پوځیان یې غافلګیره کړل .

خبر وایی چی طالبانو ډیر ژر د دې حملې مسؤلیت ومانه . ډګروال رینډی جورج وویل چی دا په وروستیو څو میاشتو کی ډیره تونده او ګړندۍ حمله ده چی په لږ وخت کی یې اته امریکایی پوځیان له منځه یووړل . په دې سره اوس د امریکایی پوځیانو د تلفاتو شمېر ۸۶۷ ته ورسېد .

Copyright Larawbar 2007-2024