لټون !

د لراوبر اداره | اکتوبر 5th, 2009


د ښوونځي مخې ته انتظار وم او بايدکشر زوی مې له ښوونځي نه کورته راوستی وای ، خو ﻻ څو دقيقې د ښوونځي رخصتۍ ته پاتې وې . سترګې مې پر هغه اعلان ولګيدې ، چې د زياتو بارانونو له امله يې لوستل ګران شوي و او د کاغذ پر مخ يې رنګونه خواره شوي وو . د پاڼې سرليک و (( لټون )) .

سرليک مې اندېښنه او تلوسه راوپارول او سمدﻻسه مې په لوستلو پيل وکړ ، ليکل شوي وو :

د سپټمبر له 11 مې نېټې راهيسې (( فرديناند)) بيا کورته نه دی راغلی . د سپټمبر د 11 مې نېټې د کلمې په لوستو سره مې په ذهن کې ژر يوه کيسه راجوړه شوه او فکر مې وکړ ، چې کوم اروپايی مسلمان شوی او د سپټمبر په پېښه کې يې لکه چې څه ﻻس درلود او يا به هم په دې پېښه کې زيانمن شوی وي .

وړاندې ليکل شوي و،: فرديناند ژيړ او نصواري رنګه وېښتان لري او شپاړس …. دی . تر شپاړس وروسته کلمه نه لوستل کيده ، خو ما داسې و انګيرله ، چې شپاړس کلن به و .

بيا له ټولو شاو خوا سيمې اوسيدونکو څخه هيله شوې وه ، چې که د چا کور زيرخانې لري او کړکۍ يې خلاصې وي يا هم داسې ګراجونه لري ، چې له زياتې مودې يې نه وي کارولي نو هيله ده ، چې يو ځل يې وګوري !

بيا مې په ذهن کې بل انځور په پنځولو شو او فکر مې وکړ ، لکه چې (( فرديناند)) له کوره مرور شوی کوم ځوان دی او په شاو خوا سيمو کې د خلکو د کورنو په زيرخانو او يا ګراجونو کې شپې تيروي .

د نورو ځانګړتياو په برخه کې ليکل شوي وو ، چې د (( فرديناند)) په غاړه کې زنځېر ، تانګی او يا کومه بله نښه نشته او خسي شوی هم دی .

د دې جملې په لوستو سره مې په ذهن کې دټولو جوړو شويو کيسو انځورونه دړې وړې شول او يو ټکان مې وخوړ . ټوله پاڼه مې په ټوليزه توګه بيا له سره په ځېر سره تيره کړه . د پاڼې په پای کې يو داسې رنګه انځور و ، چې په سختی سره ليدل کيده او هغه د يو پش (پيشو ) انځور و !

Copyright Larawbar 2007-2024