هستي او مستي

د لراوبر اداره | اکتوبر 1st, 2009


هر مستي دی په هستي کې سستي به کیږي نیستي کې
په پیري کې څه نشه وي نشه وګوره ځواني کې

څه امید یې دیاري کړې څه بیکارځان ته خواري کړې
نه دې شوق په سجده ګورم نه دې ذوق په بندګي کې

چې پوره شي وخت ددم دعا دارو کوشش بیکار دی
خوږ آشنا په هسکه غاړه رخصت راکه خوشحالي کې

په رښتیا طاهري ګوره څه خرابه زمانه شوه
نه دوستی کې نورمزه شته اونه خوند په دشمني کې

»

Copyright Larawbar 2007-2024