په زابل كي دسولي ترنامه لاندي يوه غونډه وشوه

د لراوبر اداره | سپتمبر 28th, 2009


د زابل د ولايت په مركزقلات ښا ركې د ۱۳۸۸ هجري لمريزكال د ميزان د مياشتي په شپږمه نيټه په ولسي جرګه كې د زابل ولايت د استا زې الحاج ملا عبدالسلام راكيټي په مشرۍ يوه لويه غونډه جوړه شوه .

غونډې ته د زابل دبيلابيلوولسواليوڅخه قومې مشران او سپين ږيرې رابلل شوې ووغونډه د كلام الله مجيد په مباركو ايتونو سره پيل شوه . غونډه په زابل كې د ميشتو ولسونوترمنځ د يووالې ، ورورولۍ او سوكالۍ اوهمدارنګه په زابل كې د امنيت اوتعليم په وړاندې د پرتوخنډونو د لرې كولوپه موخه جوړه شوې وه.

غونډې ته لومړي ويناوال په ولسي جرګه كې دزابل دخلكو استازې الحاج ملا عبدالسلام راكيټي وونوموړې په زابل كې د ميشتو ولسونو ترمنڅ په يووالې ،ورورولۍ اوهمدارنګه په زابل كې د امنيت په راوستلواود تعليم په پرمختګ باندې ټينګاروكړ.نوموړي پخپلوخبرو كې پرخلكو ږغ وكړچه ددولت سره د امنيت په راوستلو كې مرسته او همكارې وكړې ترڅودولت اومرسته كوونكي اداري ددوي په سيموكي كلينيكونه مكتبونه اونورعام المنفعه ځايونه تاسيس اوګټي اخستني ته چمتو كړي .

نوموړي پر خلګو ږغ وكي چه دهيواد دښي راتلونكي په موخه دي دخپلو ماشومانو پرمخ دښونځيواو مدرسو دروازي پرانيزي ترڅو له يو ي خوا دوي ته اوله بلي خوا هيواد ته دخدمت مصدر وګرځي او دهيوا او افغان ماشومانو دتعلم دښمنانو ته اجازه ورنه كړي چه ددوي دماشومانو په وړاندي د ښوونځيو او مدرسو دروازي وتړي . ورپسي غونډي ته دزابل ولايت دبيلابيلو ولسواليو څخه رابلل شويوسپينږيرواو قومي مشرانو ويناوي وكړي .

دوي په خپلو خبروكي ددولت سره دامنيت په راوستلو كي دهر اړخيزي مرستي ژمنه وكړه او همداراز دوي له دولت او نورو مرستندويه ټولنو څخه غوښتنه وكړه چه په زابل كي پرامنيت اوتعلم سربيره زراعت اوملدارۍ ته پاملرنه زياته كړي ترڅو له يوي خوا دبي كارۍ په له منځه وړلو كي موثر تمام شي او له بلي خوا دټولني اقتصاد پر پښو ودريږي .

دغونډي په پاي كي پرګډون والو باندي په ولسي جرګه كي دزابل دخلګو داستازي الحاج ملا عبدالسلام راكيټي لخوا يوه اندازه تحفې وويشل شوې . هيره دي نه وې چې دغونډې د برخوالو لپاره دغرمې د ډوډى تيارۍ هم نيول شوي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024