کور / تازه خبرونه / ږوب : په يوه ترافيکي پېښه کي لږترلږه ۱۰ تنه ټپيان سول

ږوب : په يوه ترافيکي پېښه کي لږترلږه ۱۰ تنه ټپيان سول

په ږوب کي دډېره اسماعيل خان پرسړک باندي د دووموټرونوپه يوه ترافيکي پېښه کي لږترلږه لس تنه ټپيان سو.

په دوي کي يوتن دسلام کاکړپه نامه ډېرزيات ټپي وو، اود درملنې لپاره دکوټې روغتون ته يووړل سو.

دغه پېښه هغه مهال رامينځته سوه،کله چي يوفلاينګ کوچ موټرچي مرغه کبزي سيمې ته اوبل سرف موټرچي ږوب ښارته راروان وو، مخامخ سره وجنګېدل.

ديادونې وړده،چي پردې لويه لارپه اونۍ کي يوواريوه نه يوه ټرافيکي پېښه کېږي.ځکه چي يوخواسړک ډېرخراب او پلنوالی يې ډېرکم دی. خوبل خوادسوېلي اوشمالي پښتونخواه دتګ راتګ يوازنۍ لارهمداده.

دچارواکودنه پاملرنې له کبله خلګ له ډېروستونزوسره مخ دي.