کور / سياسي / امين بسمل:د۲۰۰۱ زېږدیزکال داکتوبر داوومې نېټې پېښه محکوموو

امين بسمل:د۲۰۰۱ زېږدیزکال داکتوبر داوومې نېټې پېښه محکوموو

۰۷ـ۱۰ـ۲۰۰۹                      
داکتوبر په اوومه نېټه د سپینې ماڼۍ جابرو واکدارانود ټول بشـریت په سترګو کې نه تنها خاورې  ور واچولې بلکې دبشر دحقونو او دیموکراسي  ډېر سخت سپکاوی یې وکړ  هغه  د۲۰۰۱ زېږدیز کال دسپتمبر د یولسمې  نېټې  ډرامه خو اوس  هر عاقل اوبالغ  ته دسپینې ماڼۍ د پرونیو او نننیومشرانو له  روانوکړنوڅخه  هم  ښه پوره جوتیږي چې نوموړي لوبه یې داوږدې ستراتیژۍ یوه وړوکې برخه وه .

له  هغې څخه  نږدې  یوه میاشت وروسته مانا  داکتوبر اوومه  یوه داسې توره او شرموونکې ورځ  ده چې نه تنها زموږ  دګران افغانستان د تاریخ رنګینې پاڼې یې بدرنګه کړې بلکې د ټولې نړۍ تاریخ یې هم لغوړن کړ.

نوموړې  پېښې دیویشتمې  پېړۍ په ارزښتونو باندې دومره بدې حملې وکړې چې ترنورو یویشتو پېړیوپورې به  یې هم ټپونه  همداسې تور پاته وي .
هو!

د بدمستو د خرمستي په منــډوخور کې زموږ په ګران  افغانستان داسې بد غوبل جوړ شو چې په ترځ کې یې  هغه ناوړه وسلې وکارول شوې چې تر اوسه پورې دنړۍ   په  کومه بله برخه کې نه وې کارول شوې .

آیا تاسې یې نه وینﺉ  چې نن زموږ د ښکلي او دنګ پښتانه اولادونه معیوب نړۍ ته راځي دا ولې؟

که رښتیا هم اشغالګردتروریستانوپه ښکار پسې  راغلي وي نوبیایې ولې لانورهم پسې غښتلي او زیات کړل ؟

دا دي پوره اته کاله پوره شول خودبهتري پر ځای بدتري ته شېوه کېږو آیا دا هم دنړیوالوزړه سوی او لورېنه ده؟

دنړۍ په تاریخ کې وینو چې یو شمېر بدمرغو او څیرونکو انسانانو هر وخت اوهر ځای ډېرې جګړې کړې دي خو هیڅکله هم داسې نه دي پېښ شوي چې څوک پوره اته کاله دیوبل قام دځپلواو مطلق ورکې لپاره  په  دومره بې شرمي او سپین سترګي سره دخپلې ناروا او کرغېړنې جګړي د سپیناوي هڅه وکړي  .


عزتمنو او پتمنو افغانانو!

موږ نه وایو چې ولې دطالب ټغر  ورټول  شو خو موږ دا حق لرو  ووایوچې دا ولې موږ اشغال شوو داحق هم لرو ووایو چې نړیوالوپه ډېره دوکه بازي سره دسوکالۍ او سولې پر ځای بلې لمبې  غاړې ته راواچولې  .

آیا موږ  د بشري او حقوقي  نورمونو پر بنسټ  د دعوې حق نه لرو چې خپل حق تر لاسه کړو؟

آیا دا حق نه لرو چې دخپل ګران  پلرني او مورني هیواد واګې په  خپلو لاسونو کې واخلو؟

داحق  هم لرو ووایو چې  سپینې ماڼۍ دخپلو ستراتیژیکو موخو لپاره  دسپتمبر د یوولسمې نېټې  پېښه  وسیله وګرزوله  .

داتوکلونوپه اوږدو کې امریکايي پوځیانوځکه  په لوی لاس  زموږ  په دودونو دومره بې شرمانه تیري وکړل  چې  آن دنارینوو عفت یې هم بربادکړ ترڅومقاومت رامینځ  ته شي ، جګړه اوږده او دوی  په دې دوکه بازي سره زموږ پراخه سیمه  دمودو مودو لپاره تر سینه لاندې او وزبېښي  .

دسپینې ماڼۍ سړي خورو زموږ په مظلوم ولس داسې ناوړه او شرمېدلې  پوډري اداره  حاکمه کړه  چې  په تاریخ کې یې بېلګه نه لیدله کیږي، هغه افغان دښمنه  څېرې، غله اوقاتلان یې یوځل بیا زموږ  د شهید ولــس پر اوږو ورسپاره کړل  کومو چې د ګران افغانستان په عزت،ناموس او ګټو نه بخښونکې لوبې کړي دي .

امریکایانوددیموکراسي تر سالو لاندې زموږ په ګرېوانونوکې سرې سکروټې راتویه کړې چې بېلګې یې  زموږ په مقننه، اجرایه او قضایه قوه په تېره بیادتش په نامه، جعلي اوتپل شووټولټاکنو په پروسه کې وینﺉ .

هغه څېرې چې لا دمخه باید دولس په  رسۍ غرغره شوې وای هغه یې دولسمشري دکاندیدانو په لمړي صف کې په افغان ولس ور وتپلې .

زموږ ولس دومره ناهیلی شوی چې نوردزغم وس نه لري که دالړۍ همداسې دوام وکړي نو دیو داسې ملي پاڅون  سبب به شي چې جبران به یې نړیوالو ته ډېر کران  وي .

څرکنده خبره ده چې تر اشغال لاندې  هیواد کې  ټاکنې  صرف  مسخرې ګڼل کېدای شي  پدې هم  ښه  پوهېږو چې  ولې دا دخندا وړ ټولټاکنې وشوې  او بیا ولې پکې دومره ګوتې وهلې کیږي دبوش ډله  بیا هم په توده کې سړه نه راولې اوغواړي چې خپلوموخوته  په هره بې شرمي چې وي ځانونه ورسوي دسپینې ماڼۍ اوسني مشران  هم  ور

سره همغږي دي خولوبه په  ځانګړي هنر سره پرمخ  وړي  د دوی  هدف یو هدف دی خو وسیلې یې په لاندې  ډول  سره خوښې کړي دي  :

ــ دالقاعده او نورو تروریستانو په وړاندې  د دوی داسې شکمنه مبارزه  چې دکمولو پر ځای یې پسې زیاتوي  .

ــ  دنړۍ په بډایو سیمو کې دلانجوزېږونه او ورپسې یې  اشغال  مثلأ همدا اوس  یې عمارات  دې ته تشویق کړي  دي چې  اتومي بټۍ جوړې کړي  هغه بې لکــۍ … په  دې نه  پوهیږی چې سبا به  دا خپلې بټۍ راته اور او د اشغال سبب وګرزي  لکه دپاکستان اتومي بم .

ــ دپښتنودځپلولپاره دپنجابیانونازول اوهلته دامریکا دسفارت په نوم  دیو لوی څارګریز مرکز رامینځ   ته کول  او داسې نور .

زموږ ګران افغانستان  د نړۍ  په یوه داسې ستراتیژیکه نقطه کې موقعیت اومهم رول لري چې  که  څوک  پرې حاکم شي نو منځنۍ اسیا،  دکسپین بهیره،  اودفارس  خلیج  به  هم تر کنترول لاندې ونیسي داسې ښکاري  چې  دې هدف ته  درسېدولپاره ترهرڅه لمړۍ باید افغانستان یوه  ضعیفه اوبې احساسه اداره ولري لکه په  داتېرو ۸ اتو کلونو کې چې دوی  په همدې ډول  زموږ په ولس تحمیل کړې وه اوس چې غبرګ عبدالله نېغ نېغ کوي  هدف یې دا دی چې په ولس یې  وتپي اودافغانستان اوسنی ریاستي نظام په پارلماني او ورو ورو یې فیدرالي ته ور واړوي  تر څو زموږ داوروڼه قومونه سره بېل او هیواد مو راته ټوټه ټوټه کړي  دا نقشې ښاغلی ریچاردهولبروک په جیب کې  ګرزوي کله یې دمزار والي عطا ته ورښکاره کړي کله بیا ترکې ته په دوستم پسې ولاړ شي تر څودې موخې ته دغلو او داړه ماروپه مرسته ځان ورسوي  دلته به زه خپلو خوږو تاجکو،ازبکو، هزاروو او نوروګرانو وروڼوقومونوته په  رښتینولي سره ووایم چې  که داپاس نقشه درباندې عملي شي  نه تنها چې دانابللي مېلمانه به مو ښاد نه کړي بلکې لا به مو دتباهي ګړنک ته ور وغورځوي  دا ځکه چې تاسو بیا هم افغانان یاست نو راځﺉ چې یوموټی او له  نړیوالوپه  تېره بیا له امریکاسره یوه  داسې مشروع معامله  وکړو چې نه یوازې زموږ افغانانو بلکې دټول بشریت  پکې خیر وي  ځکه خو په لاندې ډول له افغان مقاومت څخه یوه جدي هیله لرم :

ښاغلي حکمتیار!   له  تاسو او ملا محمدعمر اخوند! څخه جدي هیله کوم چې که په رښتیاژوندي اودخپل واک یاست ماناچا نه یاست برمته کړي نو داعلامیواو زور وهلو پر ځای  ابتکار عمل په کار دی له ښکېلاکګرو سره یوه داسې مشروع  معامله  وکړﺉ  چې له هرڅه څخه  دمخه  پکې زموږ د غمځپلي قام ژوند،نام اوعزت وژغورل شي  که پدې بریالي شوﺉ نو قام به  موژوندی، دین او مذهب  به موهم ساتل شوي وي خو که ستاسو دقام  وژنه  پدې ډول روانه وي لکه دا اوس چې ده نوبیا به مو دین او مذهب  په لنډ وخت کې له لا ډېر خطر سره مخ شي .

همداراز له ګرانولیکوالوملګرو څخه هیله کوم چې لا نورهم  دقلم له خولې څخه  لمبې پورته ، خپل ولس راویښ ، دافغان ولس تاریخي  ویاړونو، ارزښتونو، تاریخي ورځوپه اړوند لیکنې وکړي اوهمدا راز په افغان ولس د تورو ورځولکه داکتوبر داوومې نېټې غندنه وکړي .

له ټولوپیاوړو افغـــان بریښنايي اوکاغــــذي  رسینیو چلوونکوڅخه  هیله کوم چې نورهم دمبارزې نیلـی  تنداو خپل مینځي بې ځایه سیالۍ اوکینې اخواوغورځوي ، له ټولوثلیقوي نظاکتونو سره سره یواوبل ته لاس ورکړي تر څوزموږ د خپلو پاکو اهدافو اوږده  لار را لنډه شي .

دیادولو وړ ده چې موږ  له تاریخي ازموینو سره مخامخ  شوي یو ځکه  خو بایدزموږ  رسینۍ  ډېرې غښتلې  وي

نن سبا هسې یو څودګوتو په شمار ویبپاڼې لرو چې ښې  په  شرنګ سره کارکوي یو شمېر ویبپاڼې  اوویبلاکونه خو صرف  ادبي مطالب  خپروي چلوونکي یې نارینه اوزموږ یوشمېر پتمنې خویندې هم اشـعار او ادبي مطالب ورلېږي .

زه فکر کوم په دا اوسنیوسختو دردوونکو شېبوکې به صرف په شعر اوشاعري تکیه کول  بې غوري  وي زه هم شعر لیکم او له رب څخه مې مشکوریم چې دالورېنه یې پرما کړې ده خوله دې سره سره  هڅه کوم چې  آن د خپل سر په بیه نارې پورته، خپل ولس راویښ، دخپل ولس مشروع حق ترلاسه اوخپل وجداني مسؤلیت ترسره کړم . 
روح مې یې روان مې یې
درد مې یې درمان مې یې
سر مې له تا جار شه جار
ګران افغانستان مې یې
خپلواک دې وي ګران افغانستان
ژوندی دې وي اتل افغان ولس
ورک او رسوا دې وي زموږ دښمنان