کور / تازه خبرونه / د کورنيو چارو وزارت مخې ته ځانمرگۍ بريد شوى

د کورنيو چارو وزارت مخې ته ځانمرگۍ بريد شوى

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت مخې ته يو ځانمرگى بريد شوى . لومړني رپوټونه وايي چې يو شمير کسان پکې وژل شوي او تپيان دي ، دقيقه نه ده معلومه چې څو مره کسان او څوک پکې وژل شوى خو د ملکي تلفاتو اټکل ډير کيږي . بريد د هندوستان د سفارت سره جوخت ترسره شوي چې د سفارت يو ديوال پکې ړنگ شوى او شاوخوا ودانيو ته زيان اوښتى . تير کال ورته يوه بريد لسگونه کسان ټپيان او ووژل . تراوسه د بريد موخه نه ده معلومه خو ددغه سړک نيمايي برخه د ملکي مو ټرونو او نيمايي نور سړک د کورنيو چارو د وزارت لپاره په منځ بل شوى ، بريد پر هغه نيمايي سړک شوى چې ملکي مو ټرونه پرې تگ را تگ کوي. دغې زوروې چاودنې په څو سوه مترۍ کې د يو شمير ودانيو شيشې ماتې کړي او د چاودنې غږ د ښار په زيات شمير سيمو کې واوريدل شو .
نور معلومات وروسته