وردګ : د جغتو سړک د پخولو ټړون لاسلیک او چارې یې پیل شوې

د لراوبر اداره | اکتوبر 11th, 2009


دمیدان وردګ ولایت د جغتو سړک دپخولو ټړون لیک لاسلیک او دکارچارې یې پیل شوې .

دسیداباد ولسوالۍ دشش کلاء څخه څخه تر جغتو ولسوالۍ پورې د (۱۷،۴) کیلومتره سړک د اساسي پخولو تړون لیک او د کار چارې دمیشت ایساف ځواکونو د څه باندې پنځه میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت دولایت والي لخوا د ډرا (DCC) ساختاني شرکت سره لاسلیک شوو.

په جوړو شوو مراسموکې د جغتو ولسوال جنرال فیروز ددغه سړک جوړول د ولسونو لپاره خورا سترګام ووبللو او په جوړولو سره به یې د خلکو ستونزې هوارې شي، همدارنګه جنرال فیروز د ولایت مقام دنه ستړی کیدونکو هلوځلو څخه مننه وکړه چې لرې پرته ولسوالي یې دسړک دنعمت څخه برخمنه کړه، وروسته دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایی دخپلو خبرو پرمهال دلویو لارو،اوبو بندونه،زیرمو اوکرینزو محصولاتووده زموږ دلومړیتوبونو څخه دي،سړکونه دچاپیریال په ککړتیا، دولسي خلکو دژوندانه دکچې او دکرنیزو حاصلاتوپه لوړولو،سیمه یېز اقتصاد په وده او دغه راز په ترانسفورتي اسانتیاوو کې دپام وړ بدلون منځه ته راوړي او هیله لرم چې د ډیری خلکو ستونزې حل شي،فدایی دغه راز دسړکونو جوړول دایمان یوه برخه وبلله او دسیمې له خلکو نه یې وغوښتل چې ترڅو دلویو لارو په ساتلو کې خپله دیني او اسلامي وجیبه پرځای کړي.

همدارنګه دجغتو قومي مشرعبدالغیاث کامران او دجغتو شورا په استازیتوب لیکوال ګل اغا احمد وردګ په وار سره خبرې وکړﺉ او دولسونو یي وغوښتل چې په نیکو کارونو کې یوله بله وړاندې والی وکړﺉ، څرنګه چې سړکونه او نورې ټول ګټې پروژې دخلکو دهوساینې او دژوند دکچې دلوړلو په خاطر دي نو باید ولسونه یې ساتنه خپله اسلامي او ملي فریضه و ګڼي، نوموړو ډاډ ورکړو چې ددغه سړک ساتنه به په خپلو وینو تر وروستي څاڅکي پورې وکړﺉ، همدارنګه د ډرا ساختماني شرکت مسول انجینیر محمد نادر په خپلو خبرو کې وویل چې موږ تیار یو چې دسیمې خلکو ته دکاراو وسایلولومړیتوب ورکړو .نو موږ هیله لرو چې خلک به له موږ سره هر ډول مرستې وکړي، اوترډیره به هڅه وکړو چې دغه پروژه په ښه ډول تطبیق کړو په اخرکې دښاغلي والي او ډرا ساختماني شرکت لخوا دسړک جوړولو تړون لیک لاسلیک شوو.

دیادونې وړ ده چې دجغتو ولسوالي دمیدانښار نه ۱۲۴ کیلومتره لرې واټن لري، دغه (۱۷،۴)کیلومتره سړک چې ۷ متره پلنوالی او دواړو خواوو ته یې درې متره پلې لارې هم لري د میشتو ایساف ځواکونوپه څه باندې پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت دیوکال په جریان کې د ډراساختماني شرکت لخوا په اساسي ډول جوړیږي چې لا امله به یې د(۹۰) زرو په شا اوخوا خلک ترې ګټه اخلي.

Copyright Larawbar 2007-2024