زابل : د تدريسي لارو-چارو په اړه سیمينار جوړ شو

د لراوبر اداره | اکتوبر 12th, 2009


په زابل كې د دغه ولایت د مركز کلات د سواد زده كړې د ۲۸ مركزونو ښوونكو ته د يونیسف لخوا د تدريسي لاروچارو نصاب جوړونې او درسي پلان په اړه شپږ ورځني سیمينار پيل شو.

د زابل د پوهنې ریاست مسؤولین وایی چې د سواد زده كړې د برخې ښوونكو ته به د روزنې دغه لړۍ د دغه ولايت شهرصفا، شاجوی او نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

په زابل ولایت کې دا مهال د سواد زده کړې ټول ۳۹ مرکزونه فعالیت کوی چې د دغه مرکزونو د زده کوونکو زیاتره برخه هغه میرمنې تشکیلوی، چې سن يې د ښوونځي له عمر څخه زيات او له تعليم څخه پاتې شوې وي.

Copyright Larawbar 2007-2024