کور / سياسي / د پاکستان بالکانیزېشن

د پاکستان بالکانیزېشن


له تورک ټایم الماني ژبي ویبپاڼي څخه
لیکوال: شاهد   ر.    صدیقی  ( ۱) Shahid R. Siddiqi
ژباړن  .  سراج   الحق ببرک زی ځدراڼ


  په اسلامې نړۍ کې د سرحدنونو بدلون د امریکا متحده ایالاتو د جغرافیایې ستراتیژۍ یوه برخه ده . 


اسلام اباد .  په اسلامې نړۍ کې د  نویو سرحدونو ایستل  همداوس  د امریکې  جیو پولتیک  ستراتیژۍ  اجنډا په سر کې لیکلې شوې ده . دا کړنلاره  د سرحدنو په  بدلولو   دبیلوبیلو  قومونو یا توکمونو ترمنځه  په  نویو کرښو  ایستلو باندې کارکوي .   موخه دا ده ، د عدالت په نامه   د بې حقوقو،محکومو، مظلومو او  زوریدلو مسلمانو  لیږکیو ته دنویو سیاسي واحدنو یا هیوادنو  رامنځته کول  دي . دا د امریکې متحدو ایالاتو پخوانې حکومت د جورج بوش  په مشري دسیاسي فکرونو یوه ثابته او  منلې شوي برخه وه . د  دوی  ځینو  پلانونو اوچارو  لاملو نو ته په کتوسره  دغه مفکره  ثابته جوتیزي . لکه پوځي  ښکیلاګر یرغلونه، په  رژیمونو کې  بدلون را وستل او له همدې  یرغلونوسره یو ځاې  په مشخصو  ولسونو، سیمو کې  تجزیه  او ویش  پیل شوي  دي .


پاکستان هم   دې سیمو  ته ورګڼل کیږي .   


په سیمه کې د جهادي غورڅنګونو  ځواکمنیدل اود دوی   پرمختګ  د امریکې متحده ایالاتو  هژمونیستې سیاست ته یوه ستره نګونه ده .  د نویو ځواکونو مرکزونه  رامنځته کیدل  اود دوی راټوکیدونکې ځواک  دنږدې کیدوسره   ( روسیه ، چین،هند اوایران  . ژباړن )  او په نږدې راتلونکې کې  د نړیوال اقتصادي بازار  اصلې مرکز اسیا ته   په دلیږ دیدو سره او  د ټولو  توکو  یوځاې  کیدلو سره  امریکایانو خپل  سیاسي اقتصادي ځواک  په  اسیا کې په شدیده ټوګه له لاسه ورکوي . امریکایان مجبور دي  په  خپل نړیوال سیاست او  نړیواله  ستراتیژۍ کې نوي  بدلونه راولې او هغه شونتیاوې ومومې چې د دوی د ځواک ښویدلو مخه ونیسې .


امریکایي ستراتژیستان په دې باور دي ،  چې  په اسلامي نړۍ کې د ملتونو ویشلو او تجزیه  سره د  امریکامتحده ایالات  کولي شي د جهادیستانو بنسټیز ځواک مخه ونېسې اود دوی مالي زیرمي  وچي کړي . دوی غواړي دتیلو شتمني سیمي  لکه کوردستان ، د سعودي  عربستان ختیځ ته سیمي او بلوچیستان  سره بیل کړي . د ګوداکې رژیمومو له خوا یې کنټرول کړي، تر څو دوی د دغو هیوادنو انرژي لرونکي زیرمي خپلي کړي . نور اسلامې هیوادونه باید هم سره ټوټې ټوټې کړل شي، تر څو دوی  په اسانه سره کنټړل شي . په عراق کې دغه میکانیزم  اوس اوس روان دی . پر ایران باندې   پوځي یرغل ددوی  د  ورځنېو چارو  سر لیک  جوړوي  .


د امریکې متحده ایالاتو  د ویشلو سیاست  د پاکستان په اړه  د دغې هیواد سیاسي،اقتصادي، غلط منجمنټ ،د قانون او عدالت  تشه، اداري فساد او توکمیزه بیلتون  دسي اې ای یو رپوټ پر بنسټ یو بې ثباته هیواد ګنلې  شوي دی .  دغه لاملونه په پاکستان کې د طالبانیزېشن  سبب ګرځیدلې دي . یو شمیر لامولونه بې له شکه د امریکایانو له خوا رامنځته شوي دي . تر څو دغه لاملونه اسلامي بنسټپال  واک ته ورسوي . له دې سره  به  اسلامي بنسټپال  د اټومي یا نوکلیار وسلو واک او کنټرول  تر لاسه کړي  . دا به اسرائیل  ته د یوه ویره ونکې خوب سناریو وي .  له همدې تګلارې پر بنسټ موخه به دا وي  چې د پاکستان اټومي  وسلې لمنځه یوړل شي .


سره له دې چې پاکستانې حکومت د امریکې یوې  عادی اشاره منې او ور ته تسلیم دی . په دغه مامله کې  بیا یواځې  د پاکستان پوځ خڼد ګرځیدلې دی  . پوځ   اټومي یا نوکلیار تجهزات او بهرني سیاست کنټرولوي . پوځ د امریکې جګړه په افغانستان کې هم  رد  وي .  پوځ د امریکې فشارنو سربیره   نه غواړي د طالبانو پر وړاندې عملیاتو ته زور ورکړي  او زړه نا زړه دی .  د پاکستان پوځ  په ویره کې دی  چې د جګړې په ترڅ  کې به   د ډیورنډ کرښې پر دواړوخواو کې د پرتو پښتنو یوالې ته به نوره هم زور ورکړي . ورسره به د دوی ملې امنیت له ستر ګواښ سره مخامخ شي . دښمنې پر دغه خورا حساس پولیزه کمربند باندې جوره ول دا به د مخامخ کیدونکې اصلې ګواښ یعنې  هندڅخه پام اړه ول وي .


امریکا  د پاکستان پر پوځ او څارګرې ادارې  آی ایس آی  باندې تور لګوي چې د دوی په منځه کې د طالبانو او جهادي ډلو خواخوږ ې  شتون لري  .له بلې خوا  امریکا داریږي  یوه بله ضربه  په هغه جګړه کې  ورکړل  شي  کوم چې د وی د اتحادې  پوځونه سره یوځاې  جګړه  هرمرو بایلي  .


له همدې امله امریکایانو، اسرائیلواو هند ته  د پاکستان ملا یعنی پنجاب او ښایي سند څخه  جوړه وي د یو کمزوري پوځ، بې اغیزي استخبارتې  اداره، بې له څیرې کونکې اټومي غاښونوسره  څواړخیزه مانا لري .     دبلوچستان  ایالات او شمال لودیځ  سرحدي ایالات  تجزیې هڅې دمخصوصو لارو  په و سطه پیل شوي   .   ښاغلې اوبرست پیټرس ، په پنتاګون کې  پوځ پوه  په یوه مقاله کې د،،  خونړي سرحدونو ،،په نامه  د منځنې ختیز بالکانیزېشن  طرحه وړاندې کوي .      دی  داسي  نظر  وړاندې  کوي، شمال لودیځ ایالات دې له    افغانستان سره بیر ته یوځاې کړل شي  .  دیو ازاد مستقل بلوچستان د پاکستان او ایران له خاورې څخه  رامنځه ته شي .



دا سي انګیرل کیږي  چې د پاکستانې بلوچستان په خاوره کې اټکل  ۷۰۰ میلیارده کوبیک متره  ګاز زیرمې او شپږ میلیونه بیرله د خاورې تیل زیرمه  شتون لري  . 


Drawn and Quarterdښاغلې زلک هرریرېسون  په واشنګټن کې دنړیوالي پالیسي مرکز مشر  په خپله  مقاله کې  داسې لیکې ، د پاکستان تجزیه په دریو خپلواکو  برخو یا وحدونوکې  د توکمونوتر منځه  د کرښې په وستلو   کې ترسره کیداشي .


پښتونستان یا شمال لودیځ ا یالات د پښتنو څخه جوړشوي  او افغانستان دی  .  ازاد بلوچستان  دیو سندي او  بلوچې فدریشن  له خوا  رامنځه ته شي . پاکستان  به  په اټومي وسلو سمبال  دولت چې ملا به یې پنجاب وي رامنځته شي  . د ې بیا لیکې د پښتنو نشنلیستي  احساس په پښتنې کمربند کې  ورځ په ورځ په وده کې دي، دا ویش به ددوی دارامښت سبب شي اود کړکیچ  مخه به ونیول شي . پښتانه ، بلوچان  او سندیان   پنجاب  یا پاکستان د دغو ټولو لاملونو،کړکیچونو اصلې  مسوول ګڼې .   


پیټرس او هریرېسون دواړه یوه سندره او خبره کوي، دوی  دواړه  د سیمي په اړه یوه دوکټرین وړاندې کوي . دوی د امریکې متحده ایا لاتو بهرني  سیاست  ټاکي  او د بهرني سیاست  مخکښان دي .


بلوچستان د هند  او متحده ایا لاتو لپاره   هغه مهال یو ه خورا مهمه موخه  وګرځیده  کله چې د پاکستان پخوانې ولسمشر جنرال مشرف چین سره یو شمیر  تړونونه لاسلیک کړو . ده غوستل په سیمه کې د چین اقتصادې  ستراتیژۍ  امنیت وساتې او په بلوچستان کې  یو باثباته حضور  تضمین کړي ، ورسره  د سر خوږونکو او  پاڅونکونکې قومونو  بغاوت   په شاوتمبوي .


د چین حضور د کوادر په بندر کې  چینایانو ته   لاره   هند سمندر ته  خلاصه کړي  . دا به امریکایانو او هندوانو ته د منلو وړ نه وي . لومړنۍ ته  دهند په سمندر کې جنګې بیړیو ته ګواښ  پیښ کړي ،ورستي ته د ایران هرموز تنګې ته د ورنږدې کیدو سره نا ارامې  رامنځته کولو په مانا ده .


جنرال اسلم بیګ د پاکستان  پوځ یو پخوانې مشر په خپله یوه مقاله کې لیکې ،  د هند او متحده ایالاتو تر منځه دستراتیژیک  ملګرتوب  او  د ګدې  څارګري ادارې رامنځته کول تړون لاسلیک شوي دی . 


په دغه تړون کې سي اې ای ، د اسرائیلو څارګره اداره  موصاد، د انګریزانوڅارګره اداره   ام  شپاړلس، د هند استخباراتو ادارې د پلتنو او څیړنو څنګه او نور استخبارتي سازمانونه  چې په افغانستان کې فعال دي شامل دي  . دا ټول همدا اوس د پاکستان، ایران، چین، روسیه او نورو اسیایې هیوادو  د بې ثباته کولو په لټه کې دي .


د بیګ په خبره د قبایلې سیمو کمربند نارازیان یا مخالفین په سروبې او کندهار کې  روزل کیږي او بیا شمال لودیځ ایالات  ته د عملیاتو لپاره استول کیږي . هم مهال  د لشکرګاه او ناوې په  پوځې اډو کې د ازاد بلوچستان د خپلواکې پوځ جنګیالې  بلوچستان  ایالات  ته دسقوط ورکولو  په موخه روزل  او فعال کیږي، په پیسو او وسلو سمبال کیږي   .


په شمال لودیځ ایالات کې  یوه نوې ډله شکل نیسې ، دوی  په  مقاومت باندې لاس پورې کړي دی . د پاکستانې طالبان  په نامه ،، تحریکې طالباني پاکستان ،، دوی  قبایلي سیمي  امنیت  او د ایالات  نورو ارامو سیمو ته  یو  خورا جدې ګواښ  رامنځته کړي دی .                                                                                                                                                              د راپورنو پر بنسټ دا جګړه به یو مرستیاله جګړه د متحده ایالاتو او هند لپاره وي . په بدل کې د پاکستان پوځ په څلور جبهو کې مصروف  ساتل شوي دی .  د افغاني طالبانو پر وړاندې  جګړه د پاکستانې قبائیلې سیمو په منځ کې،په شمال لودیځ ایالات کې  د پاکستانې طالبانو سره مقابله، د بلوچستان  د خپلواکې  غوښتونکو پر وړاندې جګړه، د بمبی چاودنو څخه ورسته د هند او پاکستان پر  پولو د هند پوځ شمیر  ډیریدل . دا ټول پو ځ لپاره یو دروند بار او ګران کړکیچن حالات  رامنځته کړي دي . له  همدی سره  بې کچه د پوځ زیرمو څخه استفاده کیږي  .


دنړیوالتوب د پلټنو مرکز مشر  ،، امریکا د ټرهګرو سره په جګړه کې ،، د کتاب لیکوال  ښاغلی  میکل  شوسدوفسکې  په خپله یوه علمې ليکنه کې ،،د پاکستان بې ثباتې ،،  په نامه  هم دې موافق دي،د ده د څیړنو او اند  پر بنسټ    وایې  . د واشنګټن د بهرنیو چارو سیاست او سیاسي کورس  په فعاله توګه   پاکستان  دیو ملت په توګه د سیاسي ټوټه ټوټه کیدلو  او بلکانیزېشن  پر مخ بیولو کې ستره ونډه اخلي  . شوسدوفسکې بیا لیکې ، د متحده ایالاتو کرښه ایستل د ټولنیزو، توکمیزو، ګوندې بیلتون  او سیاسي ویش په دخییلو باندې باید پیل شي  . له همدی سره د پاکستان  دتیروټیریل  یا  خاورې  ویش او تجزیه  مل ده . 


د امریکې انیسیاتیف د اسلامې نړۍ د ویشلو په اړه چې پاکستان هم په کې شامل دي . کیدای شي د دوی د ناسمو سنجیشونو له کبله  خطا پریوزي . ځکه دوی  د یوې ډیرې  ټپې او بې ثباته جیو سیاسي سناریو پلان جوړ کړي دی . دامریکې سیاسي او اقتصادي کمښتونو ته په کتوسره او د جهادیانو قابلیت د جګړې په برې کې  او د متحده ایالاتو امپریالیزم ته په کتو سره کیدای شي چې حالات له کنټروله ووځې . دا به د امریکې انتریس ته په ټوله نړۍ کې   ډیرمضر تمام شي . سیمیز او نړیوال  امنیت به له جدې ګواښ سره مخامخ کړي شي  .


 له همدی امله  باید د امریکې متحده ایالاتو ولسمشر  بارک اوباما  د افغان جګړې په اړه یوار بیا سم فکر  او سنجش  وکړي .


پای


( ۱)  شاهد ر. صدیقې یو سیاسي مبصر او کارپودی ، ده د خبریال  په توګه او په رادیو کې دندي  تر سره کړي  دي .  دمنجمنټ په ستر وسترو مقامونو  کې کار کړي ، د پاکستان په   هوایې پوځ  کې هم دنده تر سره کړي ده .