کوهاټ: ځانمرګی بريد اته پوليس ووژل

16 | اکتوبر 15th, 2009


دپاكستان په كوهاټ سيمه كي دپوليسو په يوه پوسته ځانمرگې بريد اته پوليس وژلې او څلورئې ژوبل كړي دي درپوټ په حواله يوه تن چي موټر ئې دچاوديدونكو توكو څخه ډك كړي وو دپوليسود پوستي سره ټكر كړ چي له امله ئې لويه چاودنه رامنځ ته شوه .

دپوليسو پوسته له دغه بريد وروسته له منځه تللي او سيمه دم گړۍ دامنيتي ځواكونوله لوري كلابنده ده .
پاكستان په دې وروستيو كې ديو شمير وسله والو او ځانمرگو بريدونو شاهد ووچي په ترځ كې يې سلگونو كسانو ته مرگ ژوبله اوښتي .

Copyright Larawbar 2007-2024