په ټول هيواد کې د صابون نړيواله ورځ ولمانځل شول
د پوهنې د مسؤولينو له خوا په ټول هيواد کې په صابون سره د لاسونو د وينځلو نړيواله ورځ ولمانځله .
نن د ۱۳۸۸هـ ش كال د ميزان ٢٣مه چې په صابون سره د لاسونو د وينځلو له نړيوالې ورځې سره سمه وه، د هيواد په ګوټ ګوټ كې د پوهنې رياستونو پر مسؤولينو او كاركوونكو سربيره د ځايي حكومتي چارواكو، ديني علماؤ او قومي مخورو لخوا ولمانځل شوه.
په صابون سره د لاسونو وينځلو دغه ورځ پر نيمروز، كندهار، زابل، پكتيا او تخار ولايتونو سربيره د ارزګان ولايت په مركز ترينكوټ كې هم د غونډې په جوړولو ولمانځل شوه او د ګډونوالو لخوا له اسلامي او ټولنيز پلوه په صابون سره د لاسونو د وينځلو او په مجموع کې د نظافت او پاکوالي پر اهميت خبرې وشوې.
په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت له ټولو اړونده وزارتونو، د ملګرو ملتونو د سازمان او نورو مرستندويه بنسټونو سره په ګډه هڅه كوي تر څو د نجونو او هلكانو لپاره د زده كړې پاك او سالم چاپيريال برابر كړي، خو د دغه وزارت مسؤولين وايي چې لاهم نيمايي كوچنيان د جنسي تبعيض او دوديزو اختلافاتو له امله د زده كړې او تحصيل له نعمت څخه بې برخې دي او څه د پاسه شپيته په سلو كې ښوونځي د روغتيايي آسانتياوو او د څښاك د اوبو له نشتوالي سره مخامخ دي.