کور / شعر / غزل

غزل

څوک د ښکلا په سمندرکې ښايستونه لمـــــانځــــــــــــــــــــــــــــــــي
څوک د رنګونو په محل کې ماښامونه لمَـــــــــــانځــــــــــــــــــــــــــــــي

د چا د ژوند وروستۍ شـــــــــــــــــــېبې دي په ســــــــلګو پراته دي
د چا جامې په وينو رنګ دي خپل ټپونه لمــــــــــــــــــــــــــــــــــــانځــــــــــــــــــــي

مونږد ژوندون په ميکده کې جام په اوښکو ډک کړ
په بــــــڼو اوښـــــکو اويزان د زړه دردوـــــــنه لمـــــــــــــــانــــــځـــــــــي

مجنون دنـيا نـــــه بې خــــــــــــبر غــــــــــم د جـــــــــانـــــــــــــان پېــــــــــــــــژني
په محبــــــــت کـــــــــې بنــــــــــديوان خــــــپل ارمــــاــــنونه لمــــــانځــــــــــي

وصـــــــــــــــــــــــــــــــــــال د زړه په ويـــــــــــــــــــــــنو بــــــــــــــيا لـــــــــګـــــيا دى
د لـــــــــــــــــــــيونۍ ميـــــــــــــــــنې رنګـــــــــــــونه لمــــــــــــــــانځــــــــــــــــــــــــــــــــي

مرام راډيو