کور / تازه خبرونه / اټلي باندي طالبانو ته د رشوت وركولو تور

اټلي باندي طالبانو ته د رشوت وركولو تور

لندن : اطالوي انټيلي جنس په افغانستان كي د خپلو سرتېرو د ساتلو لپاره طالبانو ته په لاكهونو ډالر وركړي دي.

اټلي د برطانيې د يوې ورځپاڼي دا رپورټ بې بنياده ښودلې ده. د اټلي حكومت د برطانېې د ټائمز ورځپاڼې د دې خبر په خپرولو سخت مخالفت كړى دى. خبر كي په اټلي انټيلي جنس باندي تور لګول سوى دى چي هغوى د كابل په ختيځ پرته سيمه سروبي كي د طالبانو كومندان او قبايلي مشرانو ته په پټه باندي په لاكهونو ډالر وركړي دي چي د هغوى په سرتېرو باندي حمله ونه كړي.

په خبر كي دا هم ويل سوي دي چي اتحادي سرتېرو ته د دې په هكله څه نه دي ويل سوي. د خبر په وينا په دوه زره اته ميلادي كي د فرانس سرتېرو په دې سيمه كي مورچې ساتلې. په دې مهال د طالبانو په حملو كي د هغوى لس سرتېري ووزل سول. تر دې مخته اطالوي سرتېري په سروبي كي پراته وو. اټلي وايي د دې خبر په خپرولو دي له ورځپاڼي سره قانوني چلند وسي.