کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دروغ په شرع روغ ، چارواکي + ښځې!!!

دروغ په شرع روغ ، چارواکي + ښځې!!!

يادونه: ما دا ليکنه هغه وخت ليکلې وه چې د ماليي وزير  جناب احدي صيب مبارک  د ټولټاکنو لپاره له دندې لرې شو ، که ويې لولئ نو خوند به وکړي.

خدای شته چې کله مې زړه ډک شي، بيايوه نيمه موضوع داسې وليکم چې د چا خبره په يو څپېړه …. خو څه وکړم د خپل عادت نه په تنګ راغلی يم؟

خير دی که چا ته غصه ورغله نو يا دې زما سر او يا زما قلم مات کړي. ځکه زما دا قلم کله، نا کله دومره کاواکه شي چې بيا پرې زما زور هم نه رسيږ ي، خو څه به مو سر خوږوم.

ښه! پخوا به خلکو ويلې که يو انسان د درواغو په وسيله له مرګ څخه خلاصون مومي نو باک يې نشته.

خو دا نن صبا د خلکو سمه، دمه د خبرو مالګه جوړه شوې ده او بې دروغو خبرې ورته پيکه ښکاري او په خبرو کې له دروغو خوند اخلي. او بيا داسې سپين سترګي  دروغ وايي، چې سم د خلکو په سترګو کې ورننوزي، دا خو لا پرېږده دا حکومتي چارواکي او دا د سياست مداريان خو يې داسې په ښاخيو بادوي چې توبې وباسه!

يو ورځ يو حکومتي چارواکي د بيا رغونې د پوښتنې په ځواب کې خبريال ته ويلي وو چې: سلګونه پروژې د کار لاندې دي د ښار ټول سرکونه ترميم شوي دي، د ولسواليو په سرکونو کار روان دی، او د ورځې په ميلونونو روپۍ ددولت خزانې ته ځي ……

خو چې کله خبره سپيناوي ته ورسېده، نو څرګنده شوه چې دا يوازې پف وو، خو بيا دې هم د چارواکي کور ودان وي چې پدې يې اعتراف وکړ چې تر اوسه يې يوازې په زرګونه تختې کاغذ په مصرف رسولی او د کار نتيجه يې صفر ده.

دا بېچاره خو پدې قانع وو چې ويل يې! موږ يوازې په سرکونو خاورې اوشګې شيندلي، د ګرد او دوړو لپاره مو ښه زمينه برابره کړې ده ، د ښار د ويالو چټلې اوبه مو په سرکونو پاشلي چې د ډاکټرانو کار ته مو ډېره وده ورکړې ده (دا يې د سړيتوب کار کړی وو).

خدای شته چې زما يو دوست دی هغه به ځان ډير ريښتونی، ريښتونی کاوه. خو چې کله مقرر شو او حکومتي چارواکی شو نو عقل يې سرته راغی او پوه شو چې د جړې مشوړې سر چېرته دی، نو بيا به چې چا ورته عريضه راوړه نو ده به پرې وليکل چې (وکتل شو کاغذي اجرآت وکړئ)

ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې ياره ! تا اجبه احکام راويستلې دي؟ ده راته وويل : وروره ! که وليکم چې قانوني اجرآت وکړئ  نو قانون  سر خوړلی خو د موږک ورور دی د رشوت له وېرې د سوړې څخه سر کدرې هم نه راوباسي نو ښه خبره ده چې کاغذي اجرآت وليکم.

که څوک مې له ګرېوانه ونيسي نو ورته به وايم چې کاغذي اجرآت شوي نوره نو د ګېدړې قواله ده د ځان سره يې ګرځوه که چا پرې څه درکړل ډير اعلی ! که نه ځه الله دې مل شه او پير دې بدرګه!

والله زه چې ګورم دا د چارواکو او ځينو ښځو دروغ سره خور او ورور دي، ځکه دروغ هم په ځينو ښځو کې يوه ځنډنۍ Complecated ناروغۍ ده چې بابېړی Complication يې کړی دی او دا ناروغي پکې پخه شوې ده.

که د کومې ښځې څخه پوښتنه وکړې چې واده دې کړی؟

نو رټ ځواب به درکړي چې زه لا تر اوسه وړه جلۍ يم او ژر به پړه په پلار ورواچوي چې پلار مې ما سره دا ظلم کړی ، چې پوښتنه يې وکړې نو دا به پوره د شپږشلو (۱۲۰) کالو وي او د يو لښکر بچو مور به وي.

همداسې مې يو ورځ  د خپلې همټولګيوالې (هم صنفۍ) سره خبرې راغلې، په خبرو خبرو کې مې ترې وپوښتل چې څوکلنه يې؟

راته يې وويل د شلو کالو يم درې اولادونه لرم.

نو حيرانتيا واخيستم، خو حيرانتيا مې ژر  پای ته ورسېده دې سم له واره يې پيل کړ چې پلار مې په وړوکوالي کې ورکړې وم او مکتب مې د دولسو کالو پر ځای په اوو کالو کې ويلی دی يانې د سويې امتحانونه مې ورکړي دي.

خو ما چې ورته د حساب ماشين ښکته پورته کړ سر يې نه خوړ ځکه دا مهال موږ د پوهنځي په در يم ټولګي کې وو اوه کاله د طالبانو په دوره کې په کور ناسته وه ، نو ما ويل راشه که توديږې دېته وايي ښکرور دروغ!

دا يې لاپريږده يو ورځ يو بنګړيوالې چې په خوله کې يوغاښ نه وو، د ځان ستاينه کوله چې جټه پېغله يم. پلار مې په وړوکوالي کې په مېړه کړې يم او مال د خدای دی پينځه اولاده لرم.

دېته وايي دروغ! په بنګړيوالانو کې دود دی چې کورنۍ په جلۍ باوري نشي چې مېړه ته نفقه پيدا کولی شي که نه؟   او يا ورنه مشران پوښتنه کوي چې ته مېړه ساتلی شې او کنه؟

که جټه وي نو بيا يې په مېړه کوي او کنه په کور ناسته وي.

دا چارواکي هم ورته ناروغي لري چي پر وظيفه وي، د شپاړس کروزينو او لس، پينځلس کورونو سربېره وايي چې بوديجه نشته،رشوت دي، فاسد حکومت دی، پلانی دی، ډينګری دی….

او چې له دفتره لرې شي نو په ګيلو مانو سر شي کله وايي مجاهدين پدې دولت کې نشته کله وايي کار اهل کار ته نه سپارل کيږي، خو چې ترې پوښتنه وکړې چې کومه تيږه دې په بله تيږه  ايښې ده نو سم له واره به کړي:

چې پدې غل او بېکفايته دولت کې څوک کار کولی شي ، عينې خبره د ښځو هم ده که هر څه وايي نو يوه پړه خو په پلار وراچوي  چې پلار مې دا کار کړی، او د دروغو مالګه پرې لږه وراضافه کړي،او لږه ورسره د مکر نه خوله هم ورانه، ويته کړي او چې بيا يې اوريدونکي يې هم ښځې وي نو خبره جوړه شوه هغوۍ خو پرې سم له واره پرته له قسم، قرانه باور کوي . نو دا چارواکي لکه چې پوه شوي چې دا ملت هم ښځو رنګی دی، پرته له قسم، قرانه هر څه لکه د قران ټکي مني او شک پرې نه کوي ، نو ځکه دوۍ هم هر څه په بل تپي.

داسې څوک نشته چې ورنه پوښتنه وکړي چې يره پدې غل حکومت کې خو تر پرونه ته هم مامورګی وی څنګه هاغه وخت غل نه وو اوس غل شو څه په قسم، قران خو يې تېر کړي که نور څه نه وي.

خو که نوموړی بيا چېرته مقرر شي نو نه غل وي نه مل! بيا سم دم حکومت وي.

بس دا دروغ او د ځينو ښځو دروغ يو ډول دي بس هر چې وي پړه په بل وراچوه.

الله دې د هغه چا ته چې دداسې ښځو او چارواکو په مينځ کې ګېر وي  پناه ورکړي !