کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / شمال ټلواله نوي ناورینونه زېږوي

شمال ټلواله نوي ناورینونه زېږوي

د خپلواکۍ د فرهنګی مرکز یاددښت

ګرانو هېوادوالو !

له بده مرغه په دې ورځو کې هماغه د شر او فساد استازي زموږ د جګړې ځپلو هېوادوالو د هوسا ژوند د ګډ وډولو او دشرارت خواته د حالاتو ورثوقولو ګواښونه کوي .که په کابل کې ډاکټر عبدالله له هر تریبیون څخه د دښمنۍ غږ کوي نو هلته مشهور سړي وژونکی قومندان عطامحمد هم لکه د داکټر نجیب د وخت جنرال دوستم د شمال د بېلوالي

ببو لالې وایي او له مرکزي دولت څخه د نه اطاعت نارې سورې وهي .له بلې خوادلته او هلته افغان دښمنه کړۍ

( افغانستانیان او باداران یې )هڅه کوي غیر پښتانه قامونه د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ له پاره ولمسوي او په دې توګه د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په بهیر کې ګویا د کرزي او پښتنو لخوا د درغلیو په پلمه لکه د ۹۲ کال د هغې داسې د بلوا او شرارت له پاره زمینه برابره کړي .دا هغه ناولې دنده ده چې د پېړیو په اوږدو کې له یو افغان دښمنه عنصر څخه بل افغان دښمنه سړي او ډلګۍ ته په میراث رسېدلې .او دا په داسې حال کې ده چې دغه شان ناولې نقشې له تور مخو طراحانو سره یې خاورو کې خاورې شوي او ان داسې هم شوي چې له سرحدونو ها خوا په ماورالنهر کې یې په تېښته د خپلو نیکونو غېږې ته پېرته ورټوپ کړي .نو له همدې امله ده چې افغانان تر بل هر وخته اوس ډېر هوښیار او بیداره شوي او په خپل پيوستون سره به دا او دې ته ورته هره دسیسه او نقشه له ماتې سره مخامخ کړي .

په پوره باور سره ښاغلي کرزی دا ټولتاکنې په داسې حال کې وړي چې دننه په هېواد کې ورته دغو شرارت پسنده کړيو او له هېواد څخه د باندې ورته یو شمېر ناښادو ګاونډیو او نړېوال ځبرځواکونو مزاحمت او مشکلات رامنځته کول .

د افغانستان سوله خوښوونکی ولس د ټاکنو عادلانه پایلې مني خو که چېرې شمال ټلواله او حامیان یې پر افغانانو ناورینونو تپي، نو ښه دې خبر شي چې په دې سرلوړي هېواد کې داسې ویاړلی ملت هم ژوند کوي چې د ضرورت په وخت کې به لکه د پخوا په شان د شر او فساد استازي او باداران به یې د نیستۍ کندې ته ورواچوي.

افغان ملت تل هوښیاره او بېداره دی

په درنښت