جغتو : ناټو وايي دعملياتو په ترڅ کي يې طالبان وژلي او نيولي دي

د لراوبر اداره | اکتوبر 20th, 2009


د ناټو لخوا همدا شېبه لراوبر ته په رالېږل سو ې خبرپاڼه کي راغلي چي دوی تېره شپه د وردګو د جغتو په ولسوالي کي پر هغه کور بريد کړی چيري چي دناټو په وينا طالبان اوسيدل ، په خبرپاڼه کي راغلي چي د يوه قومندان په ګډون يې شپږ تنه طالبان وژلي او څو نور ژوندي نيولي دي.

په خبرپاڼه کي راغلي چي له نوموړي ځای څخه يې يو شمېر د سپکو او درنو وسلو مرمۍ هم ترلاسه کړي چي همالته يې له منځه وړي ، ناټو وايي په دې عملياتو کي يې ملکي وګړي نه دي وژلي خو دا خبره د خپلواکو سرچينو لخوا نه ده تاييد سوې ، طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

»

Copyright Larawbar 2007-2024