عبدالله عبدالله هم دوهم ځل ټاکنو ته تياری وښود

د لراوبر اداره | اکتوبر 21st, 2009



جمهوری ریاست ته کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله دچهارشنبی پر ورځ په یوه خبری غونډه کی  ددوهم پړاو په ټاکنو کی د ګډون لپاره  خپل چمتوالی وښود.
نوموړی وویل چی زه چمتو یم په دوهم پړاو ټاکنو کی له جمهور ریئس حامد سره د سیالی ډګر ته راشم. ده په خپل وخت سره ددوهم ځلی د ټاکنو په ترسره کیدو،ټیګار وکړ.
دی خبری ناستی ته ښاغلی عبدالله وویل چی د دوهم ځلی ټاکنو د ترسره کولو لپاره په ټاکنو کی ښکیلو څانګو ته  ځینی وړاندیزونه هم  لری خو پدی اړه یی له زیاتو معلومات ورکولو ډډه وکړه.
نوموړی له برحاله ولسمشر ښاغلی کرزی یی مننه وکړه چی دوهم پړاو ته د ټاکنو له تګ سره یی موافقه وکړه، او له خلکو یی وغوښتل چی په دوهم ځلی ټاکنوکی هم خپله رایه وکاروی.
ښاغلی عبدالله داسی مهال جمهوری ریاست چوکی د ګټلو لپاره تیاری نیسی چی د زمری میاشتی د ټاکنو پایلی وړمه ورځ ښاغلی کرزی باطلی اعلان کړی او ددوهم ځلی د ټاکنو د ترسره کیدو وړاندیز یی وکړ.


 

Copyright Larawbar 2007-2024