کور / تازه خبرونه / لوګر : د بابوس لېسې نوې ودانۍ پرانيستل شوه

لوګر : د بابوس لېسې نوې ودانۍ پرانيستل شوه

لوگر: د لوگر ولایت د مرکز مربوط دبابوس دهلکانو دلیسی نوی ودانۍ نن د عقرب په 18 مه ګټې اخيستو ته وسپارل شوه.

د دغې ودانۍ د پرانيستلو په غونډه كې د دغه ولايت د پوهنې مسؤولينو، د دولتي او غير دولتي ادارو استازو، ځايي مخورو او د دغه ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده.

غونډه د قرآن مجيد په څو مباركو آيتونو پيل شوه او ورپسې دپوهنې ریاست مرستيال ګډونوالو ته په خپلو خبرو كې د سيمه ايزو اوسيدونكو، امنيتي مسؤولينو او پوليسو څخه له دې امله مننه وکړه چې له معارف څخه يې خپلې مرستې او همکارۍ نه دي سپمولي.

دغه ودانۍ دچک هیواد دولایتی بیارغاونی ټیم په مالی مرسته د ۱۷۰ زرو امريكايي ډالرو په مجموعي لګښت ديو كال په موده كى جوړه شوى چى ۸ درسي، ۴ اداري خونې او نور داړتيا وړ ضروري ملحقات لري چې په يوه وخت کې د ۴۰۰ تنو د ځايولو ګنجايش لري.

ديادونى وړده چى اوس مهال په دغه ښوونځى كى ۱۰۰۰ تنه زده کوونکي چى درسى چارى يي د۲۱ تنو مجربو استادانو لخوا پر مخ بيول كيږى په زده كړه بوخت دى چى ديادشوى ودانۍ په جوړه ولو سره دنوموړى ليسى دزده كوونكو ستونزه د درسى ټولګيو دنشت والي له امله ليرى شى.